سیمه ییز خبرونه
په گمركونو كې د نوي سيستم لگول آسانتياوې رامنځته كوي
په گمركونو كې د اداري فساد د له منځه وړلو او آسانتياوو د را منځته كولو لپاره بايد نوى سيستم ولگول شي.
د ماليې وزارت د عوايدو او گمركاتو مرستيال وايي:
د گمركي استخباراتو د پروگرام جوړول به هم په دې سيستم كې شامل وي.
له دې سره په يوه وخت د كابل د نړيوال هوايي ډگر د گمرك رياست په وروستيو دوه كلونو كې د خپلو عوايدو د زياتيدو خبر وركړ.
د ماليې وزارت د عوايدو او گمركاتو مرستيال سيد مبين شاه وايي:
گمركونه هم د حكومتي بنسټونو يوه برخه ده او لكه نور بنسټونه د اداري فساد له ستونزو سره مخ دي.
نوموړى زياتوي وايي:
د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره ماليې وزارت كارونه پيل كړي او د مشتريانو لپاره د آسانتياوو د را منځته كولو په موخه په ټولو گمركونو كې د نوي سيستم د لگولو كار روان دى.
د كابل د نړيوال هوايي ډگر د گمرك رييس ويس سلطاني د تېرو كلونو په پرتله د خپلو عوايدو د زياتيدو خبر وركړ.
د اداري فساد شتون، د گمركي تعرفو د اجرا په وړاندې بروكراسي، د ميعياري زيرمو نه شتون او د كاري وړتياوو ټيټوالى هغه موارد دي، چې تل د هېواد په گمركونو كې د سوداگرو لخوا د سترو ستونزو په توگه ياديږي.