نړۍ
په یمن کې د انساني تلفاتو زیاتوالي روغتونونه د وړتیاوو له کمښت سره مخ کړي- د سره صلیب کمیټه
د دغه بشري بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د یمن په مأرب، تعز او د سرې بحیرې په ساحلي سیمو کې روغتونونه د جګړې د ټپیانو له بېساري ډېر شمېر سره مخ شوي دي. په ځینو روغتیايي مرکزونو کې یوازې په یوه اوونۍ کې له ۷۰۰ ډېر ټپیان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
سره صلیب د چارشنبې پر ورځ خبرداری ورکړی؛ د جګړې د ټپیانو د شمېر زیاتوالي او په څو جبهو کې د نښتو له کبله د یمن روغتونونه تر سخت فشار لاندې دي، چې د دغه هېواد پر کمزوري روغتیايي نظام یې فشار نور هم زیات کړی دی.
د دغه بشري بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د یمن په مأرب، تعز او د سرې بحیرې په ساحلي سیمو کې روغتونونه د جګړې د ټپیانو له بېساري ډېر شمېر سره مخ شوي دي. په ځینو روغتیايي مرکزونو کې یوازې په یوه اوونۍ کې له ۷۰۰ ډېر ټپیان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ويلي؛ په تېرو اوونیو کې د نښتو د نوې څپې له پیل راپدېخوا په یمن کې له ۲۰۰ زره ډېر کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. دې نښتو له هغې وروسته هغې زور اخیستی، چې د ایران پر ملاتړ د حوثیانو او د سعودي عربستان پر ملاتړ د حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه بیا پیل شوې ده.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د روغتیايي چارو د همغږي کوونکي فراس ابوسمره د خبرپاڼې له مخې، د ټپیانو د درملنې په برخه کې کارکوونکي له خورا سخت فشار سره مخ دي.
هغه زیاته کړې، چې په یمن کې یوازې لږ شمېر فعال روغتیايي مرکزونه د جګړې د ټپانو د هر اړخیزې درملنې وړتیا لري. په داسې حال کې، چې روغتونونه د جراحي وسایلو، د بېهوښۍ درملو، اکسیجن او درملو له کمښت سره مخ دي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې خبرداری ورکړی، چې د یمن روغتیايي نظام له یوې لسیزې ډېرې جګړې، اقتصادي کړکېچ، بېځایه کېدا او د ناروغیو د خپرېدا له کبله سخت کمزوری شوی دی او که نښتې نورې هم شدیدې شي، ښايي روغتیايي نظام د تلفاتو د نوې او پراخې څپې د درملنې وړتیا ونهلري.
نړۍ
نټانیاهو آیزنکوټ ته د لنډمهالي واک لېږدونې وړاندیز وکړ
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نټانیاهو د شنبې پر ورځ( د لیندۍ اوومه /د ډسمبر اتهویشتمه ) ویلي، د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې د ګاډي آیزنکوټ پر مشرۍ د واک لنډمهالي لېږد ته چمتو دی.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د نټانیاهو وړاندیز د هغو فشارونو ښکارنویي کوي، چې ورسره مخ دی. دا په داسې حال کې ده، چې آیزنکوټ د خپلو احتمالي ملګرو د ملاتړ ترلاسه کولو هڅې کوي او شونې ده، چې لنډمهالی ائتلافي حکومت رامنځته کړي.
نټانیاهو آیزنکوټ ته د دورهيي حکومت د لومړي وزیر کېدا وړاندیز کړی، چې ملي وحدت حکومت دې د دوه ګوندونو تر منځ ووېشل شي.
د اسرائیل ولسمشر د اوکټوبر د اووهویشتمې له بې پایلو ټاکنو وروسته، چې آیزنکوټ او نټانیاهو دواړو د حکومت جوړولو لپاره بشپړې رایې تر لاسه نهکړې؛ د حکومت جوړولو واک آیزنکوټ ته وسپاره. هغه د ډسمبر تر شپږمې د حکومت جوړولو لپاره وخت لري او شونې ده، چې دا مهلت ۱۴ ورځې نورې هم وغځیږي.
آیزنکوټ په دې وروستیو کې له چپلاسو«ډیموکراټانو» او ښيلاسو«اسرائیل زمونږه کور» ګوندونو سره ائتلافي هوکړې لاسلیک کړي، چې دا ملاتړ کولی شي؛ هغه د ډېرهکيو ترلاسه کولو ته نږدې کړي.
نټانیاهو ویلي، چې پخپله باید د اسرائیل د حکومت مشري پر غاړه ولري؛ خو زیاتوي؛ د حکومت د احتمالی ګواښ په صورت د خطر د له منځه وړلو په صورت کې اړ دی، چې د رهبرۍ لپاره اختلافونه ډډې ته کړي.
د نټانیاهو د خبرو په غبرګون کې آیزانکوټ ویلي: د پلاوو له لارې یې هڅه کړې، چې د نټانیاهو له لیکوډ ګوند سره رښتینې او چټکې خبرې ترسره کړي؛ خو له مخالفت او بې غورۍ سره مخ شوی دی.
نوموړي نټانیاهو ته بلنه ورکړه، چې د یاشار ګوند د سیاست کولو پر بنسټیزو کرښو خبرو ته راوړاندې شي.
نړۍ
ټرمپ د جمهوري غوښتونکو له ماتې سره -سره خپلې سوداګریزې تعرفې اعلان کړې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ څلورمه) د چین، جاپان او اروپایي ټولنې پر ګډون د دې هېواد د ۱۴ سوداګریزو شریکانو پر وارداتو له نویو تعرفو لګولو خبر ورکړی دی.
د امریکا دولت د دغو هېوادونو د صنعتي تولید د اضافي وړتیاوو پر وړاندې د ۲۰ او۴۰ سلنې تر منځ د تعرفو لګولو وړاندیز کړی دی؛ خو ویل کیږي، چې وروستی نرخ له دې هېوادونو سره د واشنګټن د سوداګریزو هوکړو پر بنسټ په پام کې نیول شوی دی.
دا هڅه له هغې وروسته ترسره کیږي، چې د امریکا سترې محکمې په فبرورۍ کې د ټرمپ نړیوالې تعرفې رد کړې.
د ټرمپ دولت اوس غواړي، چې د ۱۹۷۴ز.کال د سوداګریز قانون پر بنسټ د خپلو تعرفو د پلي کولو لپاره تازه حقوقي لارې ولټوي.
د دې طرحې له مخې به چین له امریکا سره د سوداګریزې هوکړې د خوندیتابه په صورت کې له ۲۰ سلنې او د ماتې پر مهال له ۴۰ سلنې تعرفې سره مخ شي.
د ویټنام لپاره هم له واشنګټن سره د هوکړې په صورت کې ۲۰ سلنه او پرته له هغې ۳۵ سلنه تعرفه په پام کې نیول شوې ده.
دغه راز له کمبوډیا، انډونیزیا، مالیزیا، تایلینډ او بنګلهدیش څخه پر وارداتي مالونو ۱۸ سلنه تعرفه وړاندیز شوې ده.
هند به هم د سوداګریزې هوکړې په صورت کې له ۱۷ سلنې سره او پرته له هغې به له ۲۵ سلنې تعرفې سره مخ شي.
د سینګاپور لپاره هم ۱۰ سلنه تعرفه وړاندیز شوې ده.
واشنګټن چین تورنوي، چې له کورنیو صنایعو څخه پر مالي ملاتړ نړیوال بازارونه د مالونو لکه پولاد، برښنایي موټرونه او لمریزې برښنایي تجهیزاتو پر ارزانه بیه؛ پوره کوي. په داسې حال کې، چې د چین سفارت دا تور ردوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ تعرفو نه یوازې د ژوندانه لګښتونه اغېزمن کړي، بلکې جمهوري غوښتونکي یې د ولسمشرۍ د منځنۍ کچې په ټاکنو کې هم له ماتې سره مخ کړي دي.
د رویټرز او ایپسوس ټولپوښتنه ښيي، چې ۶۲ سلنه ځواب ورکوونکيو د ټرمپ د تعرفو د لغوه کولو لپاره د ډیموکراټانو له هڅو ملاتړ کړی دی.
کارپوهانو ویلي، چې په چین کې د اضافي تولید د وړتیاوو پر وړاندې د مقابلې لپاره به د تعرفو لغوه کول د دواړو ګوندونو لپاره آسانه نهوۍ.
نړۍ
ټرمپ په فلوریډا کې د ناټو له سرمنشي سره د اوکراین پر سولې خبرې کوي
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې ټاکل شوې دغه لیدنه د چارشنبې پر ورځ له غرمې وروسته د فلوریډا په پالم بیچ ښار کې ترسره شي.
سپینې ماڼۍ څرګنده کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د چارشنبې پر ورځ په فلوریډا ایالت کې د ناټو له سرمنشي مارک روته سره وګوري؛ دا غونډه د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو اترو کې د اروپا د رول په اړه د روانو اختلافاتو پر مهال ترسره کیږي.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې ټاکل شوې دغه لیدنه د چارشنبې پر ورځ له غرمې وروسته د فلوریډا په پالم بیچ ښار کې ترسره شي.
دا ناسته د ټرمپ له هغو وروستیو لیدنو وروسته کېږي، چې نوموړي د آسیا د سفر پر مهال له روسي ولسمشر ولادمیر پوتین او چینایي سیال شي جینپینګ سره کړې دي.
ټرمپ څو ځله د ناټو د دفاعي لګښتونو، سوداګریزو تعرفو او هغه څه له کبله، چې نوموړي له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې پر مهال د واشنګټن د متحدینو ناکافي ملاتړ بللی؛ پر لویدیځو متحدینو نیوکه کړې ده.
نوموړي تېره اوونۍ له پوتین او شي جینپینګ سره په لیدنو کې دواړه «ملګري» بللي دي.
له پوتین سره د ټرمپ لیدنې په امریکا کې د نوموړي د اروپايي متحدینو او د ډیموکرات ګوند د مخالفانو له نیوکو سره مخ شوې.
مارک روته، چې څو ځله یې د ناټو په دننه کې د کړکېچونو د کمولو او له ټرمپ سره د نږدې اړیکو د ساتلو هڅې کړي؛ ویلي، چې د نړۍ د سترو اټومي قدرتونو ترمنځ لیدنې یوه عادي چاره ده.
دا لیدنه په داسې وخت کې کېږي، چې اروپايي هېوادونه د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا پر ملاتړ په ترسره کېدونکو خبرو کې د ګډون غوښتنه کوي.
د امریکا ځانګړي استازي او د ټرمپ زوم جرډ کوشنر تېره اوونۍ ویلي وه، چې د امریکا ولسمشر له اوکراین سره د ناټو د تړون د پنځمې مادې پر بنسټ د امنیتي تضمینونو له ورکولو سره موافق دی؛ دا هغه ماده ده، چې د ناټو د غړو پر ګډې دفاع ټینګار کوي.
هغه زیاته کړې، چې روسیه له داسې ترتیباتو سره د راحت احساس کوي.
په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي، چې مخکې د ټرمپ له نیوکو سره مخ شوی؛ ټینګار کړی، چې اروپا باید د اوکراین د سولې په هر ډول خبرو کې ګډون ولري.
#آریانانیوز #امریکا #ټرمپ #ناټو #اوکراین #روسیه #سوله #اروپا
-
تازه خبرونه5 days agoد معیار او کیفیت ادارې پلاوي له ایراني بنسټونو سره پر صادراتي او وارداتي خنډونو خبرې وکړې
-
نړۍ3 days agoټرمپ د جمهوري غوښتونکو له ماتې سره -سره خپلې سوداګریزې تعرفې اعلان کړې
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پخوانی سفیر له افغانستان سره د سټراټیژیکې هوکړې او خبرو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoښایي په نږدې راتلونکي کې افغان پلاوي روسیې ته سفر وکړي – ضمیر کابلوف
-
تازه خبرونه5 days agoد خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د امریکا له بنده د افغان خبریال د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoپه تېره یوه میاشت کې له هرات څخه د ۲۱ میلیون ډالرو پر ارزښت صادرات شول
-
نړۍ3 hours agoنټانیاهو آیزنکوټ ته د لنډمهالي واک لېږدونې وړاندیز وکړ
