نړۍ
په یمن کې د انساني تلفاتو زیاتوالي روغتونونه د وړتیاوو له کمښت سره مخ کړي- د سره صلیب کمیټه
د دغه بشري بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د یمن په مأرب، تعز او د سرې بحیرې په ساحلي سیمو کې روغتونونه د جګړې د ټپیانو له بېساري ډېر شمېر سره مخ شوي دي. په ځینو روغتیايي مرکزونو کې یوازې په یوه اوونۍ کې له ۷۰۰ ډېر ټپیان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
سره صلیب د چارشنبې پر ورځ خبرداری ورکړی؛ د جګړې د ټپیانو د شمېر زیاتوالي او په څو جبهو کې د نښتو له کبله د یمن روغتونونه تر سخت فشار لاندې دي، چې د دغه هېواد پر کمزوري روغتیايي نظام یې فشار نور هم زیات کړی دی.
د دغه بشري بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د یمن په مأرب، تعز او د سرې بحیرې په ساحلي سیمو کې روغتونونه د جګړې د ټپیانو له بېساري ډېر شمېر سره مخ شوي دي. په ځینو روغتیايي مرکزونو کې یوازې په یوه اوونۍ کې له ۷۰۰ ډېر ټپیان تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ويلي؛ په تېرو اوونیو کې د نښتو د نوې څپې له پیل راپدېخوا په یمن کې له ۲۰۰ زره ډېر کسان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي. دې نښتو له هغې وروسته هغې زور اخیستی، چې د ایران پر ملاتړ د حوثیانو او د سعودي عربستان پر ملاتړ د حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه بیا پیل شوې ده.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د روغتیايي چارو د همغږي کوونکي فراس ابوسمره د خبرپاڼې له مخې، د ټپیانو د درملنې په برخه کې کارکوونکي له خورا سخت فشار سره مخ دي.
هغه زیاته کړې، چې په یمن کې یوازې لږ شمېر فعال روغتیايي مرکزونه د جګړې د ټپانو د هر اړخیزې درملنې وړتیا لري. په داسې حال کې، چې روغتونونه د جراحي وسایلو، د بېهوښۍ درملو، اکسیجن او درملو له کمښت سره مخ دي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې خبرداری ورکړی، چې د یمن روغتیايي نظام له یوې لسیزې ډېرې جګړې، اقتصادي کړکېچ، بېځایه کېدا او د ناروغیو د خپرېدا له کبله سخت کمزوری شوی دی او که نښتې نورې هم شدیدې شي، ښايي روغتیايي نظام د تلفاتو د نوې او پراخې څپې د درملنې وړتیا ونهلري.