نړۍ

په یونان کې د دوه ریلګاډو له ټکره ۲۶ کسان مړه شوي او ۸۵ نور ټپیان دي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۰, ۱۴۰۱)

د تسالي د اړوند سیمې والي ویلي: یو ښاري مسافروړونکي ریلګاډي، چې له آتن څخه شمالي ښار تیسالونیکي ته روان و؛ د مرکزي یونان له لاریسا ښار څخه بهر یې له یوه باروړونکي ریلګاډي سره ټکر وکړ.

د اور وژنې ادارې ویلي، په یونان کې د سې شنبې پر شپه ناوخته د لومړنیو معلوماتو له مخې د دوه ریلګاډو د ټکر له کبله ۲۶ کسان مړه شوي او لږ تر لږه ۸۵ نور ټپیان دي.

د تسالي د اړوند سیمې والي کونستانتینوس آګورستوس SKAI تلویزیون ته ویلي: ټکر خورا قوي و او د مسافروړونکي ریلګاډي لومړني څلور واګونه یا ګاډي له پټلۍ وتلي دي.

آګورستوس ویلي، لومړی د ریلګاډې دوه ګاډي، چې له ټکر وروسته پرې اور ولګېد؛ تقریبا په بشپړه توګه له منځه تللي”

له دغې پېښې لږ تر لږه ۲۵۰ مسافر په بسونو کې تسالونیکي ته خوندي ووایستل شول.

یوه مسافر دولتي تلویزیون ERT ته ویلي، چې د ریل کړکۍ له ماتولو وروسته یې خپل بکس راواخیست او د پېښې له ځایه وتېښتېده.

یو ځوان، چې نږدې پله ته لېږدول شوی و؛ SKAI تلویزیون ته وویل: په ګاډي کې وېره وه، خلکو چیغې وهلې.

یو بل مسافر انجیلوس سیاموراس ERT ته ویلي؛ دا د زلزلې په څېر یو حالت و.

SKAI تلویزیون له پټلۍ څخه د وتلیو څلور ګاډو فلم خپور کړی، چې پر ماتو شويو کړکیو سربېره ترې لوګي پورته کیږي او هر څه پر سړک پراته دي. همدارنګه د ژغورنې کارکوونکي ګورو، چې په ګاډو کې د بند پاتې مسافرو په لټه کې څراغونه لېږدوي.

د اور وژنې ډلې ویاند واسیلیس ورتاکوګیانیس څرګنده کړې: د مسافرینو ایستل په خورا سختو شرایطو کې د دوه ریلګاډو له ټکره چټک روان دي.

دغه راز د چارشنبې په لومړیو ساعتونو کې دولتي تلویزیون ERT یوه ویدیو وښودله، چې د ژغورنې کارمندان له څراغونو سره د ژونديو د لټون لپاره زیانمنې ساحې لټوي.

سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی؛ نږدې ۳۵۰ کسانو په مسافر وړونکي ریلګاډی کې سفر کاوه، چې پر ځایي وخت ۱۹:۳۰ له اتن څخه روان شوی و.

د اور وژنې ادارې ویلي، چې دوی ته د سې شنبې پر ورځ له غرمې مخکې له پېښې خبر ورکړ شوی و. باروړونکی ریلګاډی له تیسالونیکی څخه لاریسا ته روان و.

دغه مسافروړونکی ریلګاډی د ایټالوی ګروپ فیرووی دیلو ستاتو ایتالیا لخوا پرمخ وړل کیږي، چې د دې اوبپاڼې په وینا په یونان کې د مسافرینو او باروړلو لپاره د ریل ترانسپورټ اصلي چمتوکوونکی دی او په ورځ کې ۲۴۲ مسافر او سوداګریزې لارې څاري.

Trending

Exit mobile version