تازه خبرونه

په یونان کې موریا کمپ ته پر اوراچولو ۶ افغانان تورن شوي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۶, ۱۳۹۹)

د دوه کوچنيانو په ګډون شپږ افغان ځوانان د یونان د لسبوس تاپو د کډوالو په موریا کمپ کې د تیرې اونۍ د اوراچولو پر تورنیول شوي او ټاکل شوې، چې محاکمه شي.

د اتنز خبري سرچینې راپور ورکړی، چې تورن کسان د افغانستان اتباع دي، چې ټول شل کلن او ترذې د لږ عمرلرونکي دي، چې په تېرو څو ورځو کې نیول شوي دي.

یوناني چارواکو له پیله ټینګار کړی و، چې اورلګول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن چهارشنبه د وږي ۲۶ په ساموس تاپو کې د کډوالو کیمپ ته نږدې اورلګیدنه رامنځته شوې، چې په کې له ۴۷۰۰ ډېر خلک ژوند کوي؛ ۱۳ کډوال نیول شوي، چې نور یې بېرته خوشې شوي او درې یې بندیان دي.

Trending

Exit mobile version