نړۍ

په یوه غچ اخیسونکي برید کې غلو ۲۰۰ کسان ووژل – د نایجیریا خلک

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۹, ۱۴۰۰)

د نایجیریا د شمال لویدیځ د زمفارا ایالت اوسیدونکیو د شنبې پر ورځ (د مرغومي ۱۸) ویلي، چې په روانه اوونۍ کې د غلو پر پټنځایونو د اردو له هوایي بریدونو وروسته وسلوالو غلو شاوخوا ۲۰۰ یا ترې ډېر خلک وژلي دي.

دولتي چارواکو ويلي، په دغو بریدونو کې ۵۸ کسان وژل شوي دي.

د زمفارا د کلي اوسیدونکي عمر ماکري، چې په دې بريد کې يې خپله میرمن او درې ماشومان له لاسه ورکړي؛ رویټرز ته څرګنده کړې، چې د يو شمېر څارونکیو په ګډون شاوخوا ١٥٤ کسان په ډله ییز قبر کې ښخ شوي دي.

د سیمې اوسیدونکيو ویلي، چې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۲۰۰ کسان دي.

رویټرز د جمعې پر ورځ راپور ورکړی، چې لږ تر لږه ۳۰ کسان هغه مهال د زمفارا په انکا سیمه کې ووژل شول، چې له ۳۰۰ ډېرو وسلوالو موټرسایکل سپارو د سې شنبې پر ورځ په اته کلیو کې ناڅاپه وسلوال بریدونه وکړل.

د دوشنبې د ورځې په لومړیو ګړیو کې پوځ په ډاګه کړې وه، چې د زمفارا ایالت په ګوسامي ځنګل او لویدیځ کلي تسامر کې یې هدفي هوايي بریدونه کړي، چې د استخباراتي راپورونو له مخې، د غلو د دوه مشرانو په ګډون له سل ډېر وژل شول.

د زمفارا يوه اوسیدونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي رويټرز ته ويلي، چې پر کليو بريدونه ښايي د اردو له پوځي بريدونو سره تړاو ولري.

د نایجریا ولسمشر محمدو بوهاري د شنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې پوځ د هغو جنایتکارو ډلو د لټولو او له منځه وړلو لپاره ډېر تجهیزات ترلاسه کړي، چې پر محاصره شویو کلیو یې ناقانونه مالیات لګول او خلک یې له ترهګرۍ سره مخ کړي دي.

محمدو بوهاري زیاته کړې؛ د غلو لخوا پر بې ګناه خلکو وروستی برید د ډله ییزې وژنې یوه ناوړه هڅه ده، خو اوس دوی زمونږ د نظامي ځواکونو تر فشار لاندې او دا فشار به پرې روان ساتل کیږي.

بوهاري زیاته کړې، چې حکومت به د وسلوالو غلو پوځي عملیاتو ته تسلیم نشي.

Trending

Exit mobile version