تازه خبرونه
په یوه هوایي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ هلمندیان وژل شوي
(Last Updated On: مرغومی ۱۸, ۱۳۹۹)
د هلمند ولایتي شورا مشر عطاالله افغان څرګنده کړې؛ په دغه ولایت کې پر یوه هوایي برید د ماشومانو او ښځو په ګډون پېنځه کسان وژل شوي او پېنځه نور ټپیان دي.
د عطاالله افغان د څرګندونو له مخې؛ دغه هوایي برید تېره شپه د د ې ولایت د لښکرګاه د لسمې حوزې په بوشران سیمه کې رامنځته شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې اوس هم روښانه نده، چې برید د افغان ځواکونو لخوا شوی که بهرنیو ځواکونوتر سره کړی دی.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لګیت په یوه ټویټ کې د امریکایي ځواکونو لاس لرل په دې برید کې رد کړي دي.
تر دې دمه په هلمند کې سیمه ییزو امنیتي چارواکو پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.