سیمه ییز خبرونه
په یوه ځانمرګي برید کې د طالبانو ۱۶ قومندانان ووژل شول
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د غزني د ګېلان په ولسوالۍ كې په يوه ځانمرګي بريد كې د طالبانو ۱۶ جګپوړي قومندانان، چې له ځينو پاكستاني طالبانو سره يي د ټاكنو د ګډوډولو پلان جوړاوه، وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر په يوې خبرپاڼه كې ويلي، يوه افغان طالب وروسته له دې، چې د دې كسانو له پلان خبر شو، د هغوی په منځ كې چاودېدونكي توكي وچول.
دې بنسټ همدا راز په يوې بلې خبرپاڼه كې ويلي، د طالبانو شپږ قومندانان د سې شنبې په ورځ ( د وري ۱۲ ) غرمه مهال د لوګر د څرخ په ولسوالۍ كې هغه مهال ووژل شول، چې يوه ځانمرګي ته يي د ځانمرګي بريد واسكټ وراغوست.
سرچينه وايي، پر همدې مهال واسكټ چاودنه وكړه، دا شپږ قومندانان او ځانمرګى يي له امله ووژل شول.