سیمه ییز خبرونه
په یوه چاودنه کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
له فارياب څخه تر لاسه شوي رپوټونه وايي، چې د وسله والو مخالفينو په يوه ديپو کې د چاودنې له كبله ديارلسو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
د فارياب پوليس وايي، چې د قېصار په ولسوالۍ كې د خواجه كتني په كلي كې، چې د وسله والو طالبانو تر ولكې لاندې دى، د وسله والو طالبانو په ديپو كې چاودنه شوې ده.
د فارياب امنيه قومندان جنرال نبی جان ملا خیل وايي :
په چاودنه كې د ملا ابراهيم په نوم د طالبانو د مهم قومندان په ګډون اووه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د سيمې خلكو چاودنه او وسله والو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو پخلى كوي خو د ارقامو په اړوند څه نه وايي.
په يوه بله پېښه كې د المار په ولسوالۍ كې د پوليسو په هغو پوستو وسله والو مخالفينو بريد كړى، چې بازار ته نږدې پرتې دي.
پوليس وايي، چې په بريد كې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى خو پنځه ملكي وګړي پكې ټپيان شوي دي.
وسله وال طالبان تر ډېره د سړك غاړې پر بمونو تكيه كوي او له دې لارې افغان او بهرنيو سرتېرو ته سرخوګى جوړوي، چې وخت نا وخت د سړك غاړې زياتره بمونه ملكي كسان هم قرباني كوي.