ساینس او ټیکنالوژي
په یو کال کې ۲۰ میلیون ماشومان له انلاین جنسي ناوړه ګټې اخیستنې سره مخ شوي
د یونیسف د راپور له مخې؛ په افریقا، اسیا، لاتیني امریکا او ختیځه اروپا کې له ۱۲ څخه تر ۱۷ کلونو پورې د هرو پېنځه ماشومانو له ډلې له یوه څخه ډېرو لږ تر لږه یو ډول انلاین جنسي ناوړه ګټه اخیستنه یا استثمار تجربه کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق( یونیسف) ويلي، په ۲۱ هېوادونو کې شاوخوا ۲۰ میلیون ماشومان له یو کال راپدېخوا په انلاین نړۍ کې له جنسي ناوړه ګټې اخیستنې یا جنسي ښکېلاک( استثمار) سره مخ شوي دي. د دغو پېښو ډېره برخه په خواله رسنیو کې رامنځته شوې ده.
د یونیسف د راپور له مخې؛ په افریقا، اسیا، لاتیني امریکا او ختیځه اروپا کې له ۱۲ څخه تر ۱۷ کلونو پورې د هرو پېنځه ماشومانو له ډلې له یوه څخه ډېرو لږ تر لږه یو ډول انلاین جنسي ناوړه ګټه اخیستنه یا استثمار تجربه کړی دی.
شاوخوا ۱۵ میلیون ماشومان له ناغوښتل شوي جنسي منځپانګې سره مخ شوي، ۹ میلیون ماشومان له جنسي خبرو یا د جنسي انځورونو لېږلو ته اړ شوي او د شاوخوا ۴ میلیون ماشومانو جنسي انځورونه یې له رضایت پرته خپاره شوي دي.
یونیسف ویلي، په ټوله نړۍ کې له ورته ناوړه ګټه اخیستنې سره د مخ کېدونکو ماشومانو شمېر ښايي لسګونو میلیونونو ته ورسېږي.
دا څېړنه په دې برخه کې له سترو څېړنو څخه بلل شوې ده؛ معلومات یې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ۲۱ هېوادونو کې د شاوخوا ۲۱ زره انټرنېټ کاروونکو ماشومانو له نظرپوښتنو راټول شوي، چې پاکستان، کینیا، برازیل او سربیا هم په کې راغلي دي.
ډېری پېښې په خواله رسنیو کې
یونیسف وايي، د ناوړه ګټه اخیستنې نږدې ۶۰ سلنه پېښې په خواله لکه: فیسبوک، واټساپ، انسټاګرام، سناپچټ او ټیکټاک کې شوې دي. شاوخوا ۱۴ سلنه پېښې هم په انلاین لوبو کې رامنځته شوې دي.
د فیسبوک، واټساپ او انسټاګرام د مالک شرکت میټا ویلي، د دغو نظرپوښتنو یوه برخه د ۲۰۲۰ کال اړوند ده؛ هغه مهال د تنکیو ځوانانو د خوندیتوب لپاره د نننیو امنیتي اقداماتو ځینې برخې پلې شوې نهوې.
سناپچټ او ټیکټاک هم ویلي، چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د خوندیتوب لپاره یې په خپلو شبکو کې بېلابېل امنیتي تدابیر پلي کړي دي.
د یونیسف راپور ښيي، چې له نیمایي څخه په ډېرو پېښو کې ناوړه ګټه اخیستونکی هغه کس و، چې ماشوم له مخکې پېژانده؛ لکه ملګری، د کورنۍ غړی یا عاطفي ملګری. په ۳۸ سلنه پېښو کې ماشوم له ناوړه ګټه اخیستونکي سره د لومړي ځل لپاره په انلاین نړۍ کې مخ شوی و.
همدارنګه، له یوې سلنې څخه هم په کمو پېښو کې پولیسو، ټولنیزو کارکوونکو یا د مرستې کرښو ته راپور ورکړ شوی دی.
د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ناوړه ګټې اخیستنې اندېښنه
یونیسف د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ناوړه ګټې اخیستنې د زیاتېدا په اړه هم خبرداری ورکړی دی. په ۹ هېوادونو کې شاوخوا ۱.۱ میلیون ماشومانو ویلي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو یې د دوی د څېرو په وسیله جعلي جنسي انځورونه یا ویډیوګانې جوړې شوې دي.
د راپور له مخې؛ هغه ماشومان چې له انلاین جنسي ناوړه ګټې اخیستنې سره مخ شوي، د نورو ماشومانو پر پرتله شاوخوا څلور برابره ډېر د ځانوژنې یا ځان ته د زیان رسولو فکر راپور کړی دی او د هغوی د اندېښنې کچه هم لوړه وه.
د یونیسف اجرائیوي مشرې کاټرین راسل ویلي، ډېری ماشومان له داسې تجربو وروسته له سخت روحي او رواني فشار سره مخ کېږي او په چوپتیا کې کړاو ګالي.
یونیسف له حکومتونو او د ټکنالوژۍ له شرکتونو غوښتي، چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره امنیتي تدابیر پیاوړي کړي؛ د انلاین ناوړه ګټې اخیستنې او د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د جوړېدونکو منځپانګو اړوند قوانین نوي کړي او د ماشومانو د ملاتړ او د پېښو د راپور ورکولو سیسټمونه ښهکړي.
ساینس او ټیکنالوژي
له افغان بیسیم شرکت سره د ۳۱ مخابراتي انټنونو د جوړولو تړون لاسلیک شو
د عنایتالله الکوزي د څرګندونو له مخې، دغه انټنونه به د کندهار، پکتیکا، هلمند او زابل ولایتونو په ۱۳ ولسوالیو په لرې پرتو سیمو او د فرضي کرښې په اوږدو کې جوړ شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي ویلي، له افغانبیسیم مخابراتي شرکت سره د ۲۶۹ میلیون افغانیو پر ارزښت د ۳۱ مخابراتي انټنونو د جوړولو تړون لاسلیک شوی دی.
د عنایتالله الکوزي د څرګندونو له مخې، دغه انټنونه به د کندهار، پکتیکا، هلمند او زابل ولایتونو په ۱۳ ولسوالیو په لرې پرتو سیمو او د فرضي کرښې په اوږدو کې جوړ شي.
نوموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه د مخابراتو د پراختیا صندوق د یوولسمې پروژې په چوکاټ کې د ۵۰ مخابراتي انټنونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شوي دي.
ساینس او ټیکنالوژي
ساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
دا انځورونه د امریکا د هاوای ایالت «ډنیل کې. اینوي» پر لمریز ټلسکوپ اخیستل شوي او هغه ګردابونه په کې ښکاري، چې قطر یې له ۱۹ څخه تر ۱۷۰ کیلومټر پورې رسېږي.
ساینسپوهانو د نړۍ د تر ټولو ځواکمن لمریز ټیلسکوپ پر مرسته د لمر د سطحې تر ټولو روښانه انځورونه ثبت کړي دي. دا انځورونه د لمر په خورا تودو ګازونو کې تاوېدونکې بڼې ښيي، چې د څېړونکو د څرګندونو له مخې د ونسان وان ګوګ «ستوریزه شپه» نومي اثر انځور ته ورته ښکاري.
دا انځورونه د امریکا د هاوای ایالت «ډنیل کې. اینوي» پر لمریز ټلسکوپ اخیستل شوي او هغه ګردابونه په کې ښکاري، چې قطر یې له ۱۹ څخه تر ۱۷۰ کیلومټر پورې رسېږي.
څېړونکي وايي؛ دا لومړی ځل دی، چې د کلوین ـ هلمهولټز بېثباته نومې پدیده د یوه ستوري پر سطحه لیدل کېږي. دا پدیده هغه مهال رامنځته کېږي، چې د ګازو دوه بهیرونه په بېلابېلو چټکتیاوو سره د یو بل ترڅنګ وخوځېږي او ګردابونه جوړ کړي.
د ساینسپوهانو د څرګندونو له مخې، دا موندنه د لمر د چلند او د لمریزو لمبو او چاودنو د لاملونو په ښه پوهېدا کې مرسته کوي، چې کله ناکله پر سپوږمکیو، د موقعیت موندنې پر سیسټمونو(جيپياس)، د برښنا پر شبکو او د ځمکې پر مخ پر مخابراتو اغېز کوي.
څېړونکي دا موندنه د لمر پېژندنې په برخه کې مهم ګام بولي او وایي؛ نوي انځورونه د علمي ارزښت تر څنګ ځانګړې ښکلا هم لري، چې د وان ګوګ «ستوریزه شپه» او د کاټسوشیکا هوکوسای« کاناګاوا لویه څپه» هنري آثارو ته ورته دي.
ساینس او ټیکنالوژي
ناسا د سپوږمۍ او مریخ د یوکلن تمثیلي ماموریت لپاره د رضاکارانو نوملیکنه پیل کړه
د امریکا فضايي ادارې ویلي، چې د سپوږمۍ او مریخ د اکتشافي تمثیلي ماموریت (MMEA) لپاره د ګډونوالو نوملیکنه روانه ده. ټاکل شوې دا ماموریت د ۲۰۲۷ زېږدیز کال له اګست میاشتې وروسته د امریکا د ټکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې د ناسا د جانسن فضايي مرکز کې پیل شي.
ناسا د هغو رضاکارانو د نوملیکنې بهیر پیل کړی، چې غواړي د سپوږمۍ او مریخ د راتلونکو فضايي سفرونو لپاره په یو کلن تمثیلي ماموریت کې ګډون وکړي.
د امریکا فضايي ادارې ویلي، چې د سپوږمۍ او مریخ د اکتشافي تمثیلي ماموریت (MMEA) لپاره د ګډونوالو نوملیکنه روانه ده. ټاکل شوې دا ماموریت د ۲۰۲۷ زېږدیز کال له اګست میاشتې وروسته د امریکا د ټکزاس ایالت په هیوسټن ښار کې د ناسا د جانسن فضايي مرکز کې پیل شي.
غوره شوي رضاکاران به شاوخوا یو کال په دوه ځانګړو استوګنځایونو کې ژوند او کار وکړي. دغه استوګنځي داسې جوړ شوي، چې د ژورې فضا د سفرونو انزوا، محدودیتونه او عملیاتي ننګونې تمثیل کړي.
ناسا وایي؛ له دې تمثیلي ماموریت موخه دا ده، چې وڅېړي فضايي عمله د اوږدمهاله فضايي سفر او د سپوږمۍ او مریخ پر سطحه د فعالیتونو له شرایطو سره څنګه ځان عیاروي. د دې څېړنې موندنې به د راتلونکو فضايي ماموریتونو لپاره د ستورمزلو د خوندیتوب او چمتووالي په ښه کولو کې مرسته وکړي.
ګډونوال به د ستورمزلو په څېر بېلابېلې دندې ترسره کړي؛ لکه د سپوږمۍ او مریخ تمثیلي پلټنیز سفرونه، د سپړنیزو وسایطو چلول او علمي څېړنې. دا ټول به د محدودو سرچینو او هغو مخابراتي محدودیتونو تر سیوري لاندې ترسره کېږي، چې په ژوره فضا کې یې تمه کېږي.
ناسا ویلي، دا څېړنه به د آرټمیس پروګرام، د سپوږمۍ دایمي اډې د جوړولو د طرحې او مریخ ته د لومړي انساني سفر د چمتووالي په برخه کې هم مرسته وکړي.
دغه نوی پروګرام د ناسا د HERA او CHAPEA پروژو ځانګړنې په یوه ګډ ماموریت کې راټولوي. رضاکاران به لومړی د HERA په استوګنځي کې فضا ته د سفر تمثیل تجربه کړي او وروسته به د CHAPEA استوګنځي ته ولېږدول شي، چې د سپوږمۍ یا مریخ د اډې بڼه لري.
د ماموریت په اوږدو کې به څېړونکي د ګډونوالو فزیکي روغتیا، رواني وضعیت او کاري وړتیا پرلهپسې څاري. همدارنګه به هغه ټکنالوژۍ، عملیاتي کړنلارې او د استوګنځایونو سیسټمونه هم وارزول شي، چې په راتلونکو ژورو فضايي سفرونو کې به ترې ګټه اخیستل کېږي.
ناسا له هغو کسانو، چې د دې ادارې روغتیايي، تعلیمي او رواني شرایطو لرونکي دي؛ غوښتي، چې نوملیکنه وکړي. نوماندان باید د څو پړاوونو له ارزونې، بشپړو روغتیايي او رواني معایناتو وروسته غوره شي.
د ناسا د څرګندونو له مخې؛ دا پروګرام د هغو کسانو لپاره دی، چې له سترو ننګونو سره د مخامخېدا لېوالتیا لري او غواړي د انسان د فضايي سپړنو د راتلونکي په جوړولو کې ونډه واخلي.
-
لوبی3 days agoافغانستان د ۱۷ کلنو آسیایي ملتونو جام ته د لارموندنې د لوبو په الف ګروپ کې راغی
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا ۱۲ افغانان د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپاکستان، سعودي عربستان او ترکیه د مکې نوی دفاعي ائتلاف پیاوړی کوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ایران د صادراتو او وارداتو کچه ۳۵ سلنه راټیټه شوې
-
لوبی1 day agoآریانا ټلویزیون د ۲۰۲۶/۲۷ د افغانستان کرکټ لوبو د خپرولو ځانګړی حق ترلاسه کړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه تېر یو کال کې د ۲،۵ میلیارډ افغانیو زاړه بانکنوټونه راټول او له منځه وړل شوي
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو له څرنګوالي ډېر ناراضي وم – سکاټ مېلر
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران خارک ټاپو به له خاورو سره خاورې شي – ډنالډ ټرمپ
