ساینس او ​​ټیکنالوژي

په یو کال کې ۲۰ میلیون ماشومان له انلاین جنسي ځورونې سره مخ شوي

د یونیسف د راپور له مخې؛ په افریقا، اسیا، لاتیني امریکا او ختیځه اروپا کې له ۱۲ څخه تر ۱۷ کلونو پورې د هرو پېنځه ماشومانو له ډلې له یوه څخه ډېرو لږ تر لږه یو ډول انلاین جنسي ناوړه ګټه اخیستنه یا استثمار تجربه کړی دی.

Published

on

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق( یونیسف) ويلي، په ۲۱ هېوادونو کې شاوخوا ۲۰ میلیون ماشومان له یو کال راپدېخوا په انلاین نړۍ کې له جنسي ناوړه ګټې اخیستنې یا جنسي ښکېلاک( استثمار) سره مخ شوي دي. د دغو پېښو ډېره برخه په خواله رسنیو کې رامنځته شوې ده.

د یونیسف د راپور له مخې؛ په افریقا، اسیا، لاتیني امریکا او ختیځه اروپا کې له ۱۲ څخه تر ۱۷ کلونو پورې د هرو پېنځه ماشومانو له ډلې له یوه څخه ډېرو لږ تر لږه یو ډول انلاین جنسي ناوړه ګټه اخیستنه یا استثمار تجربه کړی دی.

شاوخوا ۱۵ میلیون ماشومان له ناغوښتل شوي جنسي منځپانګې سره مخ شوي، ۹ میلیون ماشومان له جنسي خبرو یا د جنسي انځورونو لېږلو ته اړ شوي او د شاوخوا ۴ میلیون ماشومانو جنسي انځورونه یې له رضایت پرته خپاره شوي دي.

یونیسف ویلي، په ټوله نړۍ کې له ورته ناوړه ګټه اخیستنې سره د مخ کېدونکو ماشومانو شمېر ښايي لسګونو میلیونونو ته ورسېږي.

دا څېړنه په دې برخه کې له سترو څېړنو څخه بلل شوې ده؛ معلومات یې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ۲۱ هېوادونو کې د شاوخوا ۲۱ زره انټرنېټ کاروونکو ماشومانو له نظرپوښتنو راټول شوي، چې پاکستان، کینیا، برازیل او سربیا هم په کې راغلي دي.

ډېری پېښې په خواله رسنیو کې

یونیسف وايي، د ناوړه ګټه اخیستنې نږدې ۶۰ سلنه پېښې په خواله لکه: فیسبوک، واټس‌اپ، انسټاګرام، سناپ‌چټ او ټیک‌ټاک کې شوې دي. شاوخوا ۱۴ سلنه پېښې هم په انلاین لوبو کې رامنځته شوې دي.

د فیسبوک، واټس‌اپ او انسټاګرام د مالک شرکت میټا ویلي، د دغو نظرپوښتنو یوه برخه د ۲۰۲۰ کال اړوند ده؛ هغه مهال د تنکیو ځوانانو د خوندیتوب لپاره د نننیو امنیتي اقداماتو ځینې برخې  پلې شوې نه‌وې.

سناپ‌چټ او ټیک‌ټاک هم ویلي، چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د خوندیتوب لپاره یې په خپلو شبکو کې بېلابېل امنیتي تدابیر پلي کړي دي.

د یونیسف راپور ښيي، چې له نیمایي څخه په ډېرو پېښو کې ناوړه ګټه اخیستونکی هغه کس و، چې ماشوم له مخکې پېژانده؛ لکه ملګری، د کورنۍ غړی یا عاطفي ملګری. په ۳۸ سلنه پېښو کې ماشوم له ناوړه ګټه اخیستونکي سره د لومړي ځل لپاره په انلاین نړۍ کې مخ شوی و.

همدارنګه، له یوې سلنې څخه هم په کمو پېښو کې پولیسو، ټولنیزو کارکوونکو یا د مرستې کرښو ته راپور ورکړ شوی دی.

د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ناوړه ګټې اخیستنې اندېښنه

یونیسف د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ناوړه ګټې اخیستنې د زیاتېدا په اړه هم خبرداری ورکړی دی. په ۹ هېوادونو کې شاوخوا ۱.۱ میلیون ماشومانو ویلي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو یې د دوی د څېرو په وسیله جعلي جنسي انځورونه یا ویډیوګانې جوړې شوې دي.

د راپور له مخې؛ هغه ماشومان چې له انلاین جنسي ناوړه ګټې اخیستنې سره مخ شوي، د نورو ماشومانو پر پرتله شاوخوا څلور برابره ډېر د ځان‌وژنې یا ځان ته د زیان رسولو فکر راپور کړی دی او د هغوی د اندېښنې کچه هم لوړه وه.

د یونیسف اجرائیوي مشرې کاټرین راسل ویلي، ډېری ماشومان له داسې تجربو وروسته له سخت روحي او رواني فشار سره مخ کېږي او په چوپتیا کې کړاو ګالي.

یونیسف له حکومتونو او د ټکنالوژۍ له شرکتونو غوښتي، چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره امنیتي تدابیر پیاوړي کړي؛ د انلاین ناوړه ګټې اخیستنې او د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د جوړېدونکو منځپانګو اړوند قوانین نوي کړي او د ماشومانو د ملاتړ او د پېښو د راپور ورکولو سیسټمونه ښه‌کړي.

Trending

Exit mobile version