تازه خبرونه

په یو شمېر سیمو کې پر جعلي تذکرو ستیکرونه لګول شوي- لالی حمیدزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزی وايي، چې په یو شمېر سیمو کې پر جعلي تذکرو ستیکرونه لګول شوي دي.

د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزي د دغو تذکرو ځينې بېلګې د آریانا نیوز په تحول خپرونه کې ښکاره کړې، چې د یوه سړي عکس پرې لګیدلی؛ خو نومونه یې بېلابېل دي. پر دغو ځينو تذکرو د ولسي جرګې د غړي عبدالجبار قهرمان عکس لګول شوی و؛ خو خپله قهرمان وايي، چې دا موضوع باید لویې څارنوالۍ او د ټاکنو کمیسیون ته وسپارل شي.

د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزی، دې ته ورت له ولایتونو یوه بورۍ تذکرې رارسیدلي دي.

په دغو تذکرو کې یو هم د ولسي جرګې د غړي عبدالجبار قهرمان عکس دی، چې په څو تذکرو نښلول شوی او ستیکرونه هم پرې لګیدلي دي.

ښاغلی قهرمان وايي، چې لویه څارنوالي او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دې د دغو جعلي تذکرو د وېش موضوع په جدي توګه وڅېړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر حفیظ الله هاشمي وایي، چې دا ښکاره جعل دی او دا کار د ټاکنو د بدنامولو لپاره شوی دی. مونږ به له هغو مرکزونو سره، چې دا کار په کې تر سره شوی قانوني چلند وکړو.  

له دې مخکې ځينو سیاسي ګوندونو هم اندېښنې ښودلې وې، چې جعلي تذکرې او ستیکرونه په بازارونو کې پلورل کیږي. د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته نږدې درې میاشتې پاتې دي؛ خو دغه ډول ادعاوې ښايي پر ټاکنو د خلکو باور ته زیان ورسوي.

Trending

Exit mobile version