تازه خبرونه
په یو شمېر ولایتونو کې د اعتراضونو او ناامنیو له کبله ټاکنیز بهیر زیانمن شوی
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، په ځینو ولایتونو کې د اعتراضونو او ناامنیو له کبله د دفترونو تړل کیدو ټاکنیز بهیر زیانمن کړی دی.
لکه څنګه، چې د هرې ورځې له تېرېدو سره ټاکنو ته ورنږدې کېږو؛ دغه راز د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنیز بهیر پر وړاندې نوې ستونزې او ننګونې هم سر را پورته کوي او په یوشمېر شمال ولایتونو کې د خلکو له اعتراضونو سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون سیمه ییز دفترونه تړل شوي، چې دې وضعیت جدي اندېښنې را پورته کړې دي.
د دې کمیسیون مسوولین له خلکو غواړي، چې د ټاکنیز بهیر په پیاوړتیا کې رول ولوبوي او د ورانکاریو مخه ونیسي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر حفیظ الله هاشمي وایي، چې: د قانون له مخې د افغانستان هر اوسیدونکی د غږ پورته کولو حق لري؛ خو دا د منلو نده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفتر دې وتړل شي.
د نظام الدین قیصاري او جنرال دوستم په ملاتړ اوس هم په شمال ولایتونو کې اعتراضونه روان دي؛ خو ځینې څارونکي بنسټونه وایي؛ د خلکو هر حرکت باید ولسواکي پیاوړې کړي، نه دا، چې ولسي بنسټونه زیانمن کړي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ غړی شمس راسخ وایي، چې: د ټاکنو خپلواک کمیسیون تړل به د ټاکنو نېټه او رڼښت اغېزمنوي.
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ټاکل شوي، چې د روان کال د تلې په ۲۸ تر سره شي؛ خو سیاسي او امنیتي ننګونې د دې بهیر په وړاندې لوی خنډونه یادیږي.
خبریاله سپوږمۍ معاني