پرمختګ او بشپړتیا

په ۱۳۹۴ کال کې له ډ برو سکرو څخه دوه میلیارد افغانۍ عوا ید ترلاس شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کانونواو پطرولیموزارت وايي، د تېرو کلونو په پرتله په ۱۳۹۴ کال کې د ډ برو سکرو کانونو له عوایدو څخه شاوخوا دوه میلیارد افغانۍ عوا ید ترلاس شوي او هم په سلګونه هغه کیندنې، چي په ناقانونه توګه ترسره کیدې هم ودرولې.

دغه وزارت زیاتوي؛ د ټول هېواد په کچه نږدي ۴۰۰ د ډ برو سکرو کانونه، چې ناقانونه کیندنې په کې روانې وې، ځنډولي دي.

دغه وزارت په ډاګه کړې، چې دمګړۍ د ټول هېواد په کچه په زر نقطو کې د ډبرو سکرو استخراج روان دي.

دغه راز ویل شوي، چې د ډبرو سکرو د استخراجوونکیو څارنه هم روانه ده، چې د غیرقاوني استخراج لړۍ بنده شي.

د کانونو او پطرو لیم وزارت ویاند محیی الدین نوري وایي؛ باوري یم، چې په راتلونکي کال کې به هم د کانونو د استخراج په برخه کي شفافیت زیات او هم معیار کیندني رامنځته شي.

هغه زیاتوي، اوس هم د کانونو په اړه په قوانینو کې هیڅ راز وضاحت نه دي ورکړ شوی.

یاد وازرت وايي، د کانونو د قانون په نوې طرح کې د ډبرو سکرو د ا ستخراج او له هغې څخه د عوایدو د ترلاسه کیدو په برخه کې منظم اصول په نظرکې نیول شوي، چې ټولي ستونزي به اوارکړي.

خبریال: اسلم حجاب.

Trending

Exit mobile version