پرمختګ او بشپړتیا
په ۱۳۹۴ کال کې له ډ برو سکرو څخه دوه میلیارد افغانۍ عوا ید ترلاس شوي
دغه وزارت زیاتوي؛ د ټول هېواد په کچه نږدي ۴۰۰ د ډ برو سکرو کانونه، چې ناقانونه کیندنې په کې روانې وې، ځنډولي دي.
دغه وزارت په ډاګه کړې، چې دمګړۍ د ټول هېواد په کچه په زر نقطو کې د ډبرو سکرو استخراج روان دي.
دغه راز ویل شوي، چې د ډبرو سکرو د استخراجوونکیو څارنه هم روانه ده، چې د غیرقاوني استخراج لړۍ بنده شي.
د کانونو او پطرو لیم وزارت ویاند محیی الدین نوري وایي؛ باوري یم، چې په راتلونکي کال کې به هم د کانونو د استخراج په برخه کي شفافیت زیات او هم معیار کیندني رامنځته شي.
هغه زیاتوي، اوس هم د کانونو په اړه په قوانینو کې هیڅ راز وضاحت نه دي ورکړ شوی.
یاد وازرت وايي، د کانونو د قانون په نوې طرح کې د ډبرو سکرو د ا ستخراج او له هغې څخه د عوایدو د ترلاسه کیدو په برخه کې منظم اصول په نظرکې نیول شوي، چې ټولي ستونزي به اوارکړي.
خبریال: اسلم حجاب.