تازه خبرونه

په ۱۴ هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه سفارتي او دیپلوماتیکې هڅې لري – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: وری ۷, ۱۴۰۲)

د اسلامي امارت ویاند وايي، چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره مو دیپلوماتیکې اړیکې د غزېدا په حال کې دي او تر اوسه په څوارلس هېوادونو کې د افغانستان سفارتي او دیپلوماتیکې چارې څارو.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دا مهال په شاوخوا څوارلسو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د اسلامي امارت تر واک لاندې دي اود هرې ورځې له تېرېدو سره د افغانستان دیپلوماټیکې اړیکې مخ په ښه کېدو دي.

ذبیح الله مجاهد وایي: زمونږ اړیکي له ټولو ګاونډ هېوادونو او همدارنګه د سیمې له اسلامي هېوادونو او نړۍ سره خورا ښې دي او مونږ هڅه کوو، چې دغه اړیکې پراخې کړو. اوس په شاوخوا څوارلس هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه دیپلوماتیک او سفارتي فعالیتونه لري.

ذبیح الله مجاهد د ځینو هېوادونو لخوا د اسلامي امارت د دیپلوماتانو منل او همدا راز په کابل کې د یو شمېر هېوادونو د سفارتونو پرانیستل له نړۍ سره د ښو اړیکو پر لوري یو مثبت ګام بولي.

هغه زیاته کړې: په کابل کې د بېلابېلو هېوادونو سفارتونه پراته دي. یعنې اړیکې یې اوس هم د پراخېدو او ښه کېدو په حال کې دي او هیله لرو، چې په راتلونکي کې به پوره پراختیا ومومي.

دا مهال د روسیې، چین، ایران، ترکیې، پاکستان، قطر، قزاقستان او اروپايي ټولنې په ګډون یو شمېر هېوادونه په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک ماموریتونه لري او یوناما هم خپلې اړوند هڅې تر سره کوي.

 د دې ترڅنګ یو شمېر هېوادونو د افغانستان سفارتونه د اسلامي امارت دیپلوماتانو ته سپارلي دي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند تویت کړی، چې د دغه وزارت د مالي او اداري مرستيال پر مشرۍ يوه پلاوي اوړمه ورځ د تاجکستان د بدخشان په مرکز خاروغ ښار کې د افغانستان له قونسلګرۍ څخه ليدنه کړې او د دې قونسلګرۍ د ستونزو د اواري په اړه يې څېړنې کړې دي.

که څه هم یو شمېر سیاستوال د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت تعامل او نږدې اړیکې مهمې ګڼي؛ خو ټینګار کوي، چې اسلامي امارت باید په بهرني سیاست او د هېوادونو تر منځ په اړیکو کې توازن وساتي.

د ۱۴۰۰لمریز لېږدیز کال د زمري د میاشتې پر ۲۴ نېټه / د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیله تر اوسه نړیوالې ټولنې اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او اقلیتونو د حقوقو خوندیتوب یې د رسمیت پېژندنې لپاره شرطونه ایښي دي.

د ټولګډونه حکومت جوړول او د افغانستان له خاورې څخه نورو هېوادونو ته د ترهګریزو فعالیتونو نه پېښېدل یې نورې هغه غوښتنې دي، چې نړۍ یې له اسلامي امارته د عملي کیدو غوښتنه کوي.

Trending

Exit mobile version