تازه خبرونه

په ۱۴ ولایتونو کې د ۵۵ ټولګټو پروژو تړونونه وشول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سې شنبې پر ورځ( د کب ۲۱) د کلیو د پراختیا وزارت له خوا د  ۵۵ پروژو، چې ۵۲۲ میلیون افغانۍ مالي لګښت پرې کیږي؛ تړونونه یې لاسیک شول.

د چارواکو په وینا؛ په دې پروژو کې د کاریزونو، استنادي دیوالونو او عام المنفعه ځایونو رغول شامل دي.

د کلیو د پراختیا وزارت مسوولین وايي، چې په تېرو درې کلونو کې د شپږ ميلیارد افغانیو پر ارزښت ۱۲۱۳ پروژې پلې شوي او نږ دې شپږمیلیون هېواد وال ترې ګټه پورته کوي.

د کلیو د پراختیاوزیر مجیب الراحمان کریمي وایي؛ په دې پروژو کې استنادي دیوالونه، کاریزونه، د اوبو شبکې په نظر کې نیول شوي، چې خلکو ته اقتصادي وده او پراختیا رامنځته کړي.

د یادو پروژو ځینې پلي کوونکي شرکتونه او د قومي شوراګانو مسوولین وايي، چې د دغو پروژو پلي کول به يي په ژوند کې مهم بدلونونه رامنځته کړي.

د لغمان پراختیایي شورا غړی اسد الله وایي، چې لدې پروژې وروسته به مو ستونزي حل شي. هر کله به، چې بارا ن کیده؛ نو مونږه به خپل اولادونه راپاڅول او سیمه به مو پریښوده.

د پکتیا پراختیایي شورا استازی محمد نبي وایي، چې لدې مخکې مو د اوبو رسونې په برخه کې ستونزي ډېرې وې. اوس؛ نو لدې پروژې سره به مو ستونزي پوره حل شي.

د یادوني وړده، چې دغه پروژې به د هېواد په څوارلس ولایتونو کې پلې شي. د یادو پروژو مالي لګښت د وزارت له پراختیايي بودجې ورکول کیږي او تر یوه کال پورې به ټولې ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version