تازه خبرونه

په ۱۸ ولایتونو کې ۲۰۰ نور روغتیایي مرکزونه جوړیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغانستان یو داسې هېواد دی، چې ۴۰ سلنه خلک یې معیاري صحي خدمتونو ته لاسرسی نه لري؛ د  روغتیایي مرکزونو او کارکوونکیو ، د درملو او پرمختللیو روغتیایي وسایلو لږوالی د معیاري صحي خدمتونو په وړاندې ستر خنډونه ګڼل شوي دي.

ټاکل شوې، چې  په ۱۸ ولایتونو کې ۲۰۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شي.

د عامې روغتیا وزیرفیروزالدین فیروز وایي په ۱۸ ولایتونو کې به د یو لړ بدلونونو او د اوسنیو صحي مرکزونو تر څنګ ۲۰۰ نوي صحي مرکزونه جوړ او د ۱۷۰ نورو مرکزونو خدمتونه به پیاوړي شي.

د عامې روغتیا وزیر زیاتوي؛ دغه مرکزونه به د هېواد لیرې پرتو سیمو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي او له دې سره به روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي کچه له شپېته سلنې څخه اتیا سلنې ته پورته شي. د عامې روغتیا وزیر  د دې مرکزونو د جوړېدو موخه د روغتیایی خدمتونو ښه والی بولي.

که څه هم په تېرو کلونو کې ډېرې روغتییي مرستې شوي؛ خو اوس هم  خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له همدې کبله زیاتره خلک بهر ته د درملنې لپاره ځي.

Trending

Exit mobile version