سیمه ییز خبرونه
په ۲۰۱۲م كال كې پر نړيوالو سرتېرو د طالبانو بريدونه لږ نه ول- جيمي گريبيل
په افغانستان د نړيوالو سرتېرو په وړاندې د وسلوالو طالبانو بريدونه په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ ميلادي كالونو كې يو ډول ول.
له دې وړاندې آيساف ويلي ول، چې په ۲۰۱۲م كال كې د ۲۰۱۱ م كال په پرتله په افغانستان كې پر نړيوالو سرتېرو د وسلوالو طالبانو بريدونه اووه په سلو كې لږ شوي دي.
په افغانستان كې نړيوالو ځواكونو د ۲۰۱۲م كال په پاى كې داسې ارقام وړاندې كړل، چې له مخې يې د ۲۰۱۱م كال په پرتله پر دغو ځواكونو د وسلوالو مخالفينو په بريدونو كې اووه په سلو كې لږوالى ښكاريده. اوس نړيوال ائتلاف وايي، چې مخكې خپاره شوي ارقام ناسم ول.
په افغانستان كې د ائتلاف ځواكونو يو وياند جيمي گريبيل وايي، چې د معلوماتو په مخزن كې د هغو سيمو رپوټونه نه ول ځاى په ځاى شوي، چې په دې وروستيو كې يې امنيتي چارې افغان امنيتي ځواكونو ته سپارل شوې دي.
د كورنيو چارو او دفاع وزارتونه د دغه رپوټ په اړه له څه ويلو ډډه كوي.
جيمي گريبيل وايي، چې:
ورستۍ څېړنو وښوده، چې ځنې معلومات نا سم ول، د افغان پوځيانو يو شمېر ځانگړي عمليات په دغه معلوماتو كې نه ول حساب شوي. دا يوه كاري ستونزه ده او د افغانستان د جگړې په اړه د چارواكو اساسي ارزونه نه شي بدلولى.
له دې وړاندې ائتلافي ځواكونو ټينگار كړى، چې دوى په افغانستان كې د وسلوالو طالبانو پر ضد په جگړه كې پر مثبت لوري روان دي.
پوځي كارپوه جنرال امر الله امان په دې باور دى، چې د افغان او نړيوالو ځواكونو تر منځ په همغږۍ كې ستونزې موجودې دي.
دا په داسې حال كې ده، چې له ۲۰۰۱ م كال څخه تر ۲۰۱۲م كال پورې پر نړيوالو ځواكونو د وسلوالو طالبانو په بريدونو كې شاوخوا دوه زره امريكايي سرتېري وژل شوي دي.
