سیمه ییز خبرونه

په ۲۰۱۲ کال کې پر ماشومانو د جنسي تېري ۴۷۰ پېښې ثبت شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بشری حقونو خپلواک کمیسیون وایي، په تېر میلادي کال کې پر ماشومانو د جنسي تېري ۴۷۰ پېښې ثبت شوي، چې له دې پېښو څخه یوازې سل یي کابل پورې اړوند دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواك كميسيون مشره سيما سمر وایي:

پر ماشومانو جنسي تېري، په نشه یي توکو اعتیاد، کډوالي، روغتیایي خدمتونو ته نه لاس رسی، اجباري ودونه، نالوستي، معلوليت له ماشومانو سره تاوتريخوالی او همداراز درانه كارونه له هغو ستونزو څخه دي، چي د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون د کلني راپور پر بنسټ افغان ماشومان ترې کړېږي.

همدارنګه د بشري حقونو د خپلواك كميسيون مشره زیاتوي د کمیسیون راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې یو اعشاریه درې میلیون وګړي په نشه یي توکو روږدي دي، چې یواځې درې سوه زره يې ماشومان دي.

د ماشومانو د حالت په اړه دغه راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۱۲ کال کې پر ماشومانو د جنسي تېري ۴۷۰ پېښې ثبت شوي، چې یواځې سل یي کابل پورې اړوند دي.

راپور کې وېل شوي دا د ۲۰۱۱ کال په پرتله د جنسي تېري په پېښو کې اته ویشت سلنه ډېروالی ښیي. دا چې دا راز پېښو کې ولې زیاتوالی راغلی، عوامل یي داسې بېانېږي.

راپور کې راغلي، دې ټولو ستونزو سره سره اوس د ټولو ماشومانو 79 اعشاریه پنځه سلنه  ښونځیو ته ځي خو شل په سلو کې لا هم د بېلابېلو عواملو له وجې ښونځیو ته له ورتګ بې برخې دي.

راپور کې دولت څخه غوښتنه شوې، چي د ماشومانو له حقونو څخه سرغړونکي باید مجازات شي.

Trending

Exit mobile version