تازه خبرونه
په ۲۰۱۴م کال کې د هېواد د جګړې لګښت د ملي بوديجې ۱۳ برابره دی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د سولې او ولسواکۍ له پاره د مساوات موسسې تازه څېړنې ښيي چې په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې د افغانستان په جګړه نهه میلیارده او یو نوي میلیون ډالره لګښت راغلی دی.
دغه رقم د هېواد د کورنیو عوایدو څلور برابره او د روان کال د ملي بوديجې دیارلس برابره بلل شوی دی.
په څېړنه کې ښودل شوې چې په تېر کال کې شپیته میلیون ډالره یوازې د جګړې د قربانیانو او په ځانګړې توګه د سرتېرو کورنیو ته د جبران په توګه ورکړل شوي دي.
د امریکا د سولې انستیتیوت هم د افغانستان د جګړې کلنی لګښت زړه بوږنوونکی بللی دی.