سیمه ییز خبرونه

په ۲۰۱۷م كال كې د يو لړ گډوډيو وړاندوينه شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امريكا يو استخباراتي تازه رپوټ په ۲۰۱۷ كال په افغانستان كې د يو شمېرگډوډيو او وروسته تگ وړاند وينه كړې ده.

ددغه رپوټ په اساس ويل شوي، چې كه د افغانستان او امريكا تر منځ امنيتي تړون لاسليك نه شي؛ نو د افغانستان په حالت كې به د پام وړ خرابوالۍ راشي.

د افغان دولت او نړيوالې ټولنې له خوا تر لاسه شوې لاسته راوړنې اوس هم له گواښونو سره مخ دي.

يو چارواكي، چې دغه رپوټ لوستې واشنگتن پوست ته ويلي:

د دوامداره مالي او پوځي ملاتړ پرته به د افغانستان حالت ډېر ژر خراب شي.

د ولسي جرگې غړى فكوري بهشتي وايي: دا يو رواني جنگ دى.

د ولسي جرگې غړې ناهيد فريد وايي:

د زرگونه امريكايي سرتېرو د حضور او له كابل سره د مالي مرستو له دوام سره سره به بيا هم  وسلوال طالبان او زورواكان خپل نفود وساتي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي دا رپوټ بې ارزښته بولي او زياتوي، چې دا ډول رپوټونه ډېر وخت نا سم وي.

سپنې ماڼۍ د دغه رپوټ په اړه له څه ويلو ډډه كړې.

افغانستان به تر راتلونكې يوې ورځې پورې د بهرنيو ځواكونو د حضور ورستى كال پاى ته ورسوي او افغان امنيتي چارواكو ته به به د ټول هېواد د امنيتي مسووليتونو د ليږد وروستى پړاو پيل شي.

Trending

Exit mobile version