تازه خبرونه

په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې له ۲۰۰۰ ډېرو افغان ماشومانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۷, ۱۳۹۹)

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون څرګنده کړې، چې په کب میاشت کې یعنې له څه باندې شل  ورځو راپدیخوا  پېنځه ماشومان وژل شوي او نهه ویشت نور ټپیان دي.

دې کمیسیون څرګنده کړې، چې په کال ۲۰۲۰ زیږدیز کې ۵۶۵ ماشومان وژل شوي او یو زر و څلور سوه څلور پنځوس نور ټپیان دي او یوازې په کب میاشت کې پېنځه ماشومان وژل شوي او نهه ویشت نور ټپیان دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال نعیم نظري د ماشومانو د حقونو په اړه د دوه اثرونو د پرانیستې پر مهال ټینګار وکړ، چې د ماشومانو د ژوندانه او روغتیا حق له جدي خطر سره سره مخ دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له خطرونو څخه د ماشومان د خوندیتوب او له خپلو حقونو څخه د خبریدو لپاره د یونیسف یا د ماشومانو د ملاتړ صندوق پر مالي همکارۍ؛ د ژوند د حق او د  روغتیا د حق تر سرلیکونو لاندې دوه کتابونه په ساده ژبه چاپ کړل، چې یو یې د حمیرا قادري او بل یې د محمد واعظي اثرونه دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون غړې راضیه صیاد وایي: په دې وروستیو کې مو هڅه وکړه، چې ماشومانو ته د روغتیا او ژوندانه د حقونو په اړه په ساده ژبه انځوریز پوهاوی وړاندې کړو.           

د ژوند د حق کتاب لیکواله حمیرا قادري وایي: په افغانستان کې د ماشومانو د ژوندانه بهیر ډېر ستونزمن دی او د ماشومانو ژوند بایلنه ډېره دردوونکې ده.       

په افغانستان کې ماشومان د خپل ژوند اړینې شېبې پر سختو کارونو  تېروي او د ماشومانو ډېری حقونه په واټونو کې د کارونو، سوال، لاسي پلورونو، په ټیټ عمر کې د ودونو او تېریو له کبله له پامه غورزول کیږي.

کارګر ماشوم حسیب څرګندوي: د خپلې کورنۍ د ډوډۍ موندلو لپاره کار کولو ته اړ یم او د زدکړ حق یې رانه اخیستی دی.     

که څه هم په افغانستان کې د کورنیو او ټولنې په پوهاوي کې د ټېټې کچې له کبله د ماشومانو حقونه تل نقضیږي؛ خو د ماشومانو دا دوه داستاني اثرونه کولی شي ماشومانو ته د هغو د حقونو په اړه زد کړه او پوهاوی ورکړي.

Trending

Exit mobile version