Connect with us

لوبی

په ۲۰۲۲ شل آوریز نړیوال جام کې وروستي پړاو ته د هند او پاکستان رسېدولو ته لیوالتیا ډېریږي

خپور شوی

د

په شل آوریز نړیوال جام کې د هند او پاکستان تر منځ د وروستي پړاو لوبې ته د مینوالو خولې اوبه پریښي او ټول دغې لوبې ته لیواله شوي دي.

هندوستان او پاکستان د یکشنبې پر ورځ د سوپر ۱۲ پړاو لوبې تر سره کړې او دواړو ملي لوبډلو ځانونه نیمه پایلوبې ته ورسولې او اوس د شل آوریز نړیوال جام فاینل ته د رسیدو په لاره کې دي او دواړه اړ دي، چې له دې ستونزمن پړاوه بریالي تېر شي.

د روهیت شرما لوبډله د پنجشنبې پر ورځ له انګلستان سره مخ کیږي او پاکستان به د چارشنبې پر ورځ له نیوزیلیند سره لوبه وکړي.

د یکشنبې پر ورځ د ورځې په پیل کې د پاکستان نیمه پایلوبې ته د رسیدو چانسونه ناشونی ښکاریدل؛ خو د سویلي آفریقا پر وړاندې د هالیند بریا د بابر اعظم لوبډلې ته د دې فرصت برابر کړ، چې نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

د بنګله دیش پر وړاندې د پېنځه ویکتو سختې بریا له پاکستان سره مرسته وکړه، چې په نیمه پایلوبه کې وروستی ځای ونیسي.

په افغانستان کې کرکت مینه والو ته ددا لوبې له آریانا تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د خپرونې مهالوېش لپاره داځای کېکاږئ.

لوبی

آباسین ډیفنډرز په کابل غوره لیګ کې شمشاد ایګلز ته د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

شمشاد ایګلز پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو په ۱۵،۵آورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او ۱۵۴ منډې یې وکړې.

Published

on

آباسین ډیفنډرز د یکشنبې پر شپه د کابل په ایوبي کرکټ په لوبغالي کې د کابل غوره لیګ څلورمې لوبې پرمهال د ۱۵۵ منډو هدف پوره کړ او شمشاد ایګلز ته یې د څلور ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.

شمشاد ایګلز پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ خو په ۱۵،۵آورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل او ۱۵۴ منډې یې وکړې.

محمد شهزاد د ایګلز لپاره تر ټولو ډېرې منډې وکړې. نوموړي پر ۳۹ توپونو ۵۷ منډې وکړې. په داسې حال کې، چې مسلم موسی په یوازې ۲۲ توپونو ۵۰ منډې وکړې او د لوبډلې د منډو په زیاتولو کې یې مهمه ونډه واخیسته.

عبدالله احمدزي د ډیفنډرز لپاره غوره توپ اچونه وکړه. هغه په درې آورونو کې د ۱۹ منډو په بدل کې پېنځه ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

روهید هم درې ویکټې واخیستې او ۵۳ منډې یې ورکړې.

ډیفنډرز د ایګلز ټول لوبغاړي په داسې حال کې وسوځول، چې د هغوی د منډو له پاڼۍ څخه ۲۵ توپونه پاتې ول.

ډیفنډرز د هدف په پوره کولو کې ښه پیل وکړ؛ خو په پرله‌پسې توګه یې ویکټې له لاسه ورکړې.

ولید میاخېل پاڼۍ وساتله او پر ۲۹ توپونو یې ۳۷ منډې وکړې؛ دوه څلوریزې او دوه شپږیزې یې ووهلې.

محمد اکرم پر یوازې نهه توپونو ۲۵ مهمې منډې وکړې او د هدف پوره کولو بهیر یې روان وساته.

محمد امین بیا لوبه ښه پای ته ورسوله او پر درې توپونو یې اووه منډې وکړې، چې یوه شپږیزه یې هم ووهله.

ډیفنډرز په ۱۸،۱آورونو کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۵۸ منډې وکړې او د ۱۱ توپونو پر پاتې کېدو یې بریا خپله کړه.

محمد ګل علیزي د ایګلز لپاره تر ټولو بریالی توپ اچوونکی و، چې په څلور آورونو کې یې د ۳۸ منډو په بدل کې درې ویکټې واخیستې.

د دې بریا له کبله آباسین ډیفنډرز دوه امتیازه ترلاسه کړل. په داسې حال کې، چې شمشاد ایګلز له کوم امتیاز پرته لوبه پای ته ورسوله.

دا د کابل غوره لیګ په روان پړاو کې د آباسین ډیفنډرز لومړۍ بریا وه.

 

Continue Reading

لوبی

کابل زلمي پامیر سټارز ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

پامیر سټارز لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰آورونو کې یې د نهه لوبغاړو پر سوځېدا ۱۹۰ منډې وکړې او کابل زلمي ته یې د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه.

Published

on

کابل زلمي د یکشنبې پر ورځ د کابل غوره لیګ د څلورم پړاو په درېیمه لوبه کې د پامیر سټارز پر وړاندې د اووه ویکټو پر توپیر بریا خپله کړه.

پامیر سټارز لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰آورونو کې یې د نهه لوبغاړو پر سوځېدا ۱۹۰ منډې وکړې او کابل زلمي ته یې د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه.

دغه راز کابل زلمي ټاکل شوی هدف آسانه پوره کړ او په ۱۶،۳آورونو کې یې د درې لوبغاړو پر سوځېدا ۱۹۱ منډې وکړې او د ۲۱ توپونو په پاتې کېدا یې بریا خپله کړه.

مسعود ګربز د لوبې غوره لوبغاړی و، چې په یوازې ۴۶ توپونو یې ۱۰۷ منډې وکړې او د کابل زلمي د بریالي هدف پوره کولو بنسټ یې کېښود.

د نوموړي چټکې توپوهنې کابل زلمي ته د منډو تر پوره کولو پورې بشپړ برلاسی ورکړ او پر اووه ویکټو یې پیاوړې بریا خپله کړه.

ګربز د خپلې سلیزې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د دې بریا له کبله کابل زلمي د کابل غوره لیګ په سیالیو کې ښه پیل وکړ؛ خو پامیر سټارز به په راتلونکې لوبه کې د بېرته بریا خپلولو هڅه وکړي.

د کابل غوره لیګ ټولې لوبې په افغانستان کې د آریانا ټلویزیون له لارې خپرېږي.

 

Continue Reading

لوبی

افغانستان ایرلینډ ته په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې د درې ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

د ایرلینډ کرکټ لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۶،۳آورونو کې وسوځېدل او ۲۰۶ منډې یې وکړې او افغانستان ته یې د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه.

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۰, ۱۴۰۵

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د دوشنبې پر ورځ( د زمري نولسمه ) د پېنځه یو ورځنۍ لوبو د لړۍ په درېیمه لوبه کې ایرلینډ ته د درې ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.

دا لوبه د ایرلینډ په بلفاسټ ښار کې وشوه.

افغانستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

د ایرلینډ کرکټ لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۶،۳آورونو کې وسوځېدل او ۲۰۶ منډې یې وکړې او افغانستان ته یې د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه.

راشد خان او الله‌محمد غضنفر د افغانستان لپاره درې – درې ویکټې واخیستې.

د افغانستان ملي لوبډلې په دوه‌یمه پاڼۍ کې د غوره توپ‌وهنې له کبله ټاکل شوی هدف په ۴۴،۵آورونو کې د اووه لوبغاړو پر له لاسه ورکولو پوره کړ او بریا یې خپله کړه.

افغانستان د دې لړۍ دوه‌یمه لوبه هم پر ۹۲ منډو ګټلې وه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ څلورمه لوبه به د چارشنبې پر ورځ( د زمري یوویشتمه / د اګست دولسمه ) د ایرلینډ په بلفاسټ ښار کې ترسره شي.

د کرکټ مینه‌وال کولی شي دا لوبه پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه وګوري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117