لوبی
په ۲۰۲۲ شل آوریز نړیوال جام کې وروستي پړاو ته د هند او پاکستان رسېدولو ته لیوالتیا ډېریږي
په شل آوریز نړیوال جام کې د هند او پاکستان تر منځ د وروستي پړاو لوبې ته د مینوالو خولې اوبه پریښي او ټول دغې لوبې ته لیواله شوي دي.
هندوستان او پاکستان د یکشنبې پر ورځ د سوپر ۱۲ پړاو لوبې تر سره کړې او دواړو ملي لوبډلو ځانونه نیمه پایلوبې ته ورسولې او اوس د شل آوریز نړیوال جام فاینل ته د رسیدو په لاره کې دي او دواړه اړ دي، چې له دې ستونزمن پړاوه بریالي تېر شي.
د روهیت شرما لوبډله د پنجشنبې پر ورځ له انګلستان سره مخ کیږي او پاکستان به د چارشنبې پر ورځ له نیوزیلیند سره لوبه وکړي.
د یکشنبې پر ورځ د ورځې په پیل کې د پاکستان نیمه پایلوبې ته د رسیدو چانسونه ناشونی ښکاریدل؛ خو د سویلي آفریقا پر وړاندې د هالیند بریا د بابر اعظم لوبډلې ته د دې فرصت برابر کړ، چې نیمه پایلوبې ته لار ومومي.
د بنګله دیش پر وړاندې د پېنځه ویکتو سختې بریا له پاکستان سره مرسته وکړه، چې په نیمه پایلوبه کې وروستی ځای ونیسي.
په افغانستان کې کرکت مینه والو ته ددا لوبې له آریانا تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.
د خپرونې مهالوېش لپاره داځای کېکاږئ.