تازه خبرونه

په ۲۰۲۳ ز. کال کې د افغانستان د اقتصادي پروژو پلي کولو ته یوه ځغلنده کتنه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۰, ۱۴۰۲)

په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان اسلامي امارت وکولی شول، چې پخپلو مالي سرچینو او کورنیو عوایدو څخه یو شمېر لویې پروژې بشپړې کړي، چې د قوش‌تیپې کانال د لومړۍ برخې بشپړېدل او د سالنګ د لویې لارې بیارغونه یې د کال مهمې پروژې دي.

د کابل کندهار د سړک جوړیدو د کار پيل، د سالنګ تونل، قوش‌تیبي د یوې برخې بشپړتیا او د دوه‌یمې برخې د کارونو د پیل ترڅنګ په هېواد کې د لویو کارخونو د رغولو ترڅنګ د یو شمېر کارخونو د بنسټ ډبرې کیښول شوی او همداراز په هېواد کې د اقتصادي ځان بساینې لپاره د یو شمېر لویو کانونو تړونونه هم د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ لاسلک شول.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې په ۲۰۲۳ ز. کال کې له ستونزو سره – سره بیا هم له اقتصادي اړخه لاسته را وړنو څخه ډک کال و او هیله څرګندوي، چې په راتلونکې کال کې به هم اقتصادي پرمختګونه ولرو.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ دفتر ويلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د هېواد صادرات څه باندې یو میلیارد او ۷۱۷ میلیون ډالرو ته رسیدلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم وايي، چې په صادراتي توکو کې تازه او وچه ميوه، غالۍ، زعفران، ډبرو سکاره، پیاز او رومیان شامل دي. دا توکي ايران، پاکستان، هند، تاجکستان، اوزبکستان، عربي متحده اماراتو، عراق، سعودي عربستان، چين او قزاقستان ته صادر شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام  جواد اخوندزاده وایي: د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ د د فتر د څرګندونو له مخې؛ د هېواد د صادراتو کچه یو میلیارد او ۷۱۷ میلیون ډالره ده، چې نور هم د پراختیا په حال کې دي. که څه هم ځینو ګاونډ هېوادونو په دې برخه کې ستونزې جوړې کړي؛ خو مونږ بیا هم د خپلو صادراتو د پراختیا لپاره کار کوو.

د خصوصي سکتورغړي هم وايي، چې په  تېر ز. کال کې د افغانستان اقتصادي فعالیتونه د پام وړ دي او د تېر پر پرتله مو په صادارتو او له نړیوالو مارکیټونو سره اړیکي زیاتي شوې دي.

د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه نړیوال بانک په یو را پور کې ویلي، چې افغانستان په روان ۲۰۲۳ کال کې د خپلو ټولو وارداتو د ۲۱ فیصدو پورې له ایران څخه وارد کړي دي، چې د دغه هېواد ترټولو ستر سوداګریز شریک یاد شوی دی؛ افغانستان له چین څخه ۱۸ سلنه، پاکستان څخه هم ۱۸ سلنه او عربي متحده اماراتو څخه ۱۴ سلنه توکي وارد کړي دي.

د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې؛ پاکستان اوس هم د افغانستان سوداګریزو توکو لپاره ترټولو لوی صادراتي بازار دی، چې د مجموعي صادراتو ۵۵ سلنه دغه هېواد ته صادر شوي دي.

Trending

Exit mobile version