تازه خبرونه

په ۲۴ ولایتونو کې ۱۰۰۶ ښوونځي تړل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د پوهني وزارت ویاند مجیب مهر داد وایي، چې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د ناامنیو له کبله ۱۰۰۶ ښوونځي تړلي دي، چې د تېر کال په پرتله یې شمېر زیات شوی دی.

له دوه کلونو راپدیخوا د هېواد په ۲۴ ولایتونو کي ۱۰۰۶ښوونځی د زدکوونکیو پر مخ تړل شوي ، چې په کندهار کې ۱۵۴ ، په زابل کې ۱۵۴ ، په هلمند کې ۱۵۰ ، په روزګان کې ۱۱۲ ، په فراه کې ۶۷ ، په غرني کې۵۲ ، په پکتیا کې ۴۹ ، په بادغیس کې ۴۵ ، په هرات کې ۴۱ ، پکتیکا کې ۳۹ او د مرکز په ګډون په اتلس نورو ولایتونو کې ۱۴۳ ښوونځي تړل شوي دي.

که څه هم، چي د ښوونځیو تړل کیدو په اړه اندېښني ډېری دي او داسې ګنګوسې هم شته، چې په یو شمېر ښوونځیو کې  دولتي سرتېرو او وسلوالو طالبانو سنګرونه نیولی دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش وایي، چې طالبانو په یو شمېر سیمو کې ستونزې جوړې کړي، چې مونږ یې د لیرې کولو او د ښوونځيو د پرانیستلو لپاره د پوهنې له وزارت سره ګډ کار کوو.

د پوهنی وزارت په وینا؛ په اوس وخت کي نهه میلیون زدکوونکي په ۱۶ زره ښوونځیو کي پر زد کړه بوخت دي، چې پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نلري.

ویل کیږي، چې په سلګونه  ښوونځي، چې د  طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې دي د طالبانو تعلیمی نصاب په کي پلی کیږي.

Trending

Exit mobile version