تازه خبرونه

په ۳ ولایتونو کې له ۲۷.۵ میلیون جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت شول

د عدلیې وزارت ټینګار کړی، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون لخوا ټاکل شوې کمیټه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د څړځایونو ارزونه کوي، چې له بشپړېدا وروسته به ټول څړځایونه د ځمکې په بانک کې ثبت او خوندي شي.

Published

on

د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون تېر کال په درې ولایتونو کې له ۲۷ میلیون او ۵۷۰ زره جریب څخه ډېر څړځایونه تثبیت او خوندي کړي دي.

د عدلیې وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ دا عامه څړځایونه په فاریاب، بادغیس او بدخشان ولایتونو کې دي او د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمیسیون د ټاکل شوې کمیټې له‌خوا ارزول شوي او د یاد کمیسیون د پرېکړې پر بنسټ خوندي او ثبت شوي، چې ۹ میلیون او ۳۲۱ زره جریب یې په فاریاب، له ۴ میلیون او ۱۶۷ زره څخه ډېر په باغیس او له ۱۴ میلیون جریب څخه ډېره په بدخشان ولایتونو کې خوندي او بثت شوي دي. دا څړځایونه د دغو ولایتونو په مرکز او ټولو ولسوالیو کې دي.

د عدلیې وزارت ټینګار کړی، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون لخوا ټاکل شوې کمیټه د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د څړځایونو ارزونه کوي، چې له بشپړېدا وروسته به ټول څړځایونه د ځمکې په بانک کې ثبت او خوندي شي.

Trending

Exit mobile version