تازه خبرونه

په ۴ ولايتونو کې د ۶ کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلکسونو جوړول ومنل شول

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وايي، دغه کمپلکس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د ۵۴۹ میلیون افغانیو پر لګښت په ۴۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي.

Published

on

د اقتصادي کمیسیون تخنیکي کمیټې نوبتي غونډې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د شپږ کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلکسونو د جوړولو طرحه ومنل شوه.

د ریاست الوزراء له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې به د  ۶ کرنیزو نمایشي او ترویجي کمپلیکسونو د جوړولو طرحه پلې شي.

د دغې طرحې له مخې؛ به د هېواد په طبیعي ځنګلونو کې د لرګیو وهلو مخنیوی ترسره او د ځنګلونو د بیا احیا لپاره بنسټیز ګامونه واخیستل شي.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال وايي، دغه کمپلکس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د ۵۴۹ میلیون افغانیو پر لګښت په ۴۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هېواد کې د طبیعي ځنګلونو د لرګیو او د ځنګل د فرعي محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې پر جوړه شوې کړنلاره هم بحث وشو.

Trending

Exit mobile version