تازه خبرونه

په ۶ ولایتونو کې له ۸۰۰ جریبو ډېره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۱, ۱۴۰۲)

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ويلي؛ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د هېواد په شپږ ولایتونو کې پر یو لړ ځانګړیو عملیاتو د کوکنارو ۸۰۰ جریبه کښت له منځه وړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې د بدخشان ولایت په مرکز، یفتل پایان، ارغنجخواه، کشم او شهربزرګ ولسوالیو کې ۳۵۶ جریبه ځمکه، د پروان ولایت په ګلبهار او جبل السراج ولسوالیو کې ۳۳۸ جریبه ځمکه؛ د سمنګان ولایت په دره صوف کې ۶۲ جریبه ځمکه؛ د بغلان ولایت د اندراب، دوشي او بورکې په ولسوالیو کې ۳۰ جریبه ځمکه؛ د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې ۸ جریبه ځمکه او د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې ۷ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره اوونۍ ویلي وه، چې په هېواد کې د نشه‌یي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده او په هېواد کې د نشه‌یي توکو د ټولو نښو د له منځه وړلو لپاره به ټینګه مبارزه وشي.

د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې؛ د نشه‌یي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي او د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د اسلامي امارت له واک څخه د نشه یي توکو یو زیات شمېر قاچاق وړونکي نیول شوي او بندیان دي.

مجاهد ټینګار کړی: په افغانستان کې د نشه‌يي توکو ستونزه د حل په حال کې ده؛ سږ کال په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت صفر ته نږدې شوى، که چا په غرنيو او لرې پرتو سيمو کې کرلي، نو له منځه ځي.

هغه دا هم څرګنده کړې: د نشه‌يي توکو د قاچاق په مخنيوي کې هم جديت شته او هره ورځ د نيولو د قضيو شاهدان يوو. په نږدې راتلونکي کې به انشاالله صفر ته ورسیږي.

نوموړي دغه راز ګاونډ او سيمه ييزو هېوادونو ته ډاډ ورکړ، چې له افغانستان څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق په اړه اندېښنه ونه‌لري، بلکې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له دولت او خلکو سره همکاري او د کوکنارو د بديل کښت په موندلو کې مرسته وکړي.

Trending

Exit mobile version