نړۍ
پوتین اټومي ځواکونو ته د چمتووالي سپارښتنه وکړه
نن (یکشنبه د کب ۸) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین امر کړی، چې د دغه هېواد اټومي ځواکونه دې چمتو وي.
پوتین مخکې ویلي وه، چې که څوک په اوکراین کې د روسیې پر وړاندې د مداخلې هڅه وکړي؛ له داسې پایلو سره به مخ شي، چې تر اوسه یې لیدلي نه دي.
ولادیمیر پوتین ویلي؛ چې د روسیې پر وړاندې د لویدیځ د نه ملګرتیا ګامونو د پورته کولو له کبله یې اټومي ځواکونو ته د چمتووالي امر کړی دی.
روسیه په نړۍ کې د اتومي وسلو او بالستیک توغندیو تر ټولو لویه زېرمه لري، چې د دې اټومي وسلو بنسټونه یادیږي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا تامس ګرینفیلډ د ولادیمیر پوتین دغه هڅه غندلې ده.
توماس ګرینفیلډ CBS ټلویزیون ته ویلي: د دې معنا دا ده، چې ولسمشر پوتین په داسې طریقه جګړې ته دوام ورکوي، چې په بشپړ ډول د منلو وړ نده.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ABC نیوز ته ویلي: دا د داسې ګواښونو رامینځته کول دي، چې خپل یرغل پرې نور هم پیاوړی کړي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم د روسیې دغه اقدام خطرناک او غیر مسوولانه بللی دی.
سټولټنبرګ CNN ته په یوه مرکه کې ویلي: حالات خرابیږي.
پر اوکراین د روسیې له برید وروسته امریکا او یو شمېر نورو لویدیځو هېوادونو پر مسکو سخت بندیزونه هم ولګول.
