نړۍ
پوتین به هیڅکله بریالی نهشي – جو بایډن
د امريکا ولسمشر جوبايډن ويلي، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين به هیڅکله د ټول اوکراين پر نيولو بريالی نهشي.
هغه په سپینه ماڼۍ کې ویلي: پوتین هوډ لري، چې لګښت ته له پام پرته خپلې جنایتکارانه هڅې روانې وساتي.
هغه ټینګار کړی، چې پوتین تر اوسه دوه میلیون اوکراینیان کډوالۍ ته اړ کړي دي.
د امریکا ولسمشر ویلي؛ روسیه ښايي پر لوړه بیه له وحشته ډک پرمختګ روان وساتي؛ خو دا ښکاره ده، چې پوتین به هیڅکله پر اوکراین د بري زیری وانه،ري.
هغه زیاته کړې: پوتین کولی شي یو ښار ونیسي؛ خو هغه هیڅکله دا هېواد خپلولی نهشي. که مونږ نن پر نړیواله سوله او ثبات د پوتین برید ته ځواب ونهوایو، د امریکا د خلکو د ازادۍ بیه به سبا نوره هم لوړه شي.
بایډن همداراز د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین د خلکو له مقاومت ستاینه وکړه او څرګندوي: دوی پخپل میړانه، وطن پالنې او د آزاد ژوند کولو لپاره له خپل کلک هوډ سره نړۍ ته الهامبښونکي دي.