لوبی

پوتین دې پر اوکراین شر پاروونکی یرغل ودراوي – برازیلي فوټبال ستوری  

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۲, ۱۴۰۱)

د برازیل د فوټبال ستوري پیلي د چارشنبې پر ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین وغوښتل، چې په اوکراین دې له شره ډک او بې جوازه یرغل پای ته ورسوي.

برازیلي پیل د انسټاګرام له لارې په خپره شوې څرګندونه کې په ډاګه کړې؛ زه غواړم  نننۍ لوبې د خپل دې غږ د پورته کولو لپاره وکاروم، چې: روان برید ودروئ. داسې دلیل نشته، چې تاوتریخوالی پرې روان وساتل شي.

هغه وایي: دا شخړه ناوړه او ناعادلانه ده، چې له درد، وېرې، ترور او کړاو پرته بله پایله نلري.

د نوموړي او پوتین وروستۍ لیدنه پر ۲۰۱۷ زېږدیز کال په مسکو کې له نړیوال جام څخه مخکې ترسره شوې، چې هغه مهال د روسیې مشر؛ برازیلي پیلې د خپلې خوښې لوبغاړی نومولی و.

پیلي څرګندوي: کله، چې مونږ په تېرو وختونو کې سره ولیدل او د روغبړ پر مهال مو د یو او بل لاسونه له خند په ډکه خوله ښه ټینګ ونیول؛ ما هیڅکله فکر نه کاوه، چې یوه ورځ به لکه نن دومره ووېشل شو.

اوکراین د چارشنبې پر ورځ سکاټلینډ ته ۱ پر در۳ ماته ورکړه او د نړیوال جام لوبې ته یې ځان نږدې کړ.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له خپلې لوبډلې مننه وکړه، چې له دوه ساعته خوښۍ یې برخمن کړو، چې مونږ ورسره عادت شوي نه یوو.

د یادونې ده، چې پیلي په ۱۹۹۰ لسیزه کې د برازیل د سپورت د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

Trending

Exit mobile version