نړۍ
پوتین دې یو پر یو د مبارزې ډګر ته راودانګي – ایلان ماسک
د نړۍ تر ټولو بډای ایلان ماسک د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین وغوښتل، چې د اوکراین پر سر دې ورسره یو پر یو د مبارزې ډګر ته راودانګي.
دغه میلیارډر، چې د SpaceX خلایي بنسټ مشري پر غاړه لري؛ د روسیې پر مشر غږ وکړ، چې د جګړې ډګر ته د خپلو پوځیانو د لېږلو پر ځای دې خپله د جګړې ډګر ته راودانګي.
هغه د ولادیمیر پوتین رسمي انګلیسي پاڼې ته په نغوته کې څرګنده کړې: زه پدې توګه ولادیمیر پوتین ته بلنه ورکوم، چې یو پر یو دې راسره مبارزې ته ځان چمتو کړي.
هغه پر روسي ژبه زیاته کړې: آیا تاسې دا مبارزه منئ؟!
هغه د خپل ۷۷ میلیوني ټویټري ملګرو ته د یو چا دې پوښتنې ته، چې څومره جدي دی؛ لیکلي، چې: بشپړ جدي یم. که پوتین کولی شو پر آسانۍ لویدیځ ته سپکاوی وکړي؛ نو هغه به د مبارزې بلنه منلې وای، خو دا کار نشي کولی.
ایلان مسک د خپل لومړني وړاندیز لپاره په ټویټر پیغام کې د کرملین رسمي پاڼه هم ټګ کړې.
کرملین تر اوسه د ایلان ماسک پر ټویټ تبصره نده کړې.