نړۍ

پوتین د اوکراین په دونباس سیمه کې د ځانګړیو پوځي عملیاتو سپارښتنه وکړه

Published

on

رویټرز په ډاګه کړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پنجشنبه سهار وختي د اوکراین په دونباس سیمه کې ځانګړي پوځي عملیاتو پیل کړل او اوکرایني پوځ ته یې کورونو ته د ستنېدو سپارښتنه وکړه.

پوتین په دولتي ټلویزیون کې د ځانګړې وینا پر مهال ویلي، چې روسیې ته د عصري اوکراین له لوري ګواښونه رامنځ ته شوي او مونږ له دفاع کولو پرته بله چاره نلرو.

د روسیې د پوځي عملیاتو اړوند سیمې تر دې دمه په ډاګه شوي ندي؛ خو رویټرز د اوکرایین په پلازمېنه کیف کې له چاودنو خبر ورکړی او څرګندوي، چې د توپونو د ډزو غږ له لرې واټن څخه اورېدل شوی دی.

د رویټرز د راپور له مخې پوتین ویلي؛ که کوم بهرنی ځواک د دوی په کړنو کې د مداخلې هڅه وکړي روسیه به یې سمدستي ځواب ورکړي. مسکو هڅه کوي، چې اوکراین بې وسلې او د ګواښونو مخه ونیسي.

پوتین دا څرګندونې له هغې وروسته وکړې، چې امریکا د اوکراین پولو ته نږدې د روسیې له ۱۵۰ زره پوځیانو له ځای پر ځای کولو خبر ورکړ. دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ملاتړيو بېلتون غوښتونکیو د اوکراین د ګواښونو پر وړاندې له روسیې د پوځي ملاتړ غوښتنه وکړه.

ویل کیږي، چې کیف دا ادعا رد کړې او په ټول هېواد کې یې بېړني حالت ته چمتووالی په ډاګه کړی دی.

پوتین خپل دولتي تلویزیون ته څرګنده کړې: د وینې تویولو ټول مسوولیت به د اوکراین د واکمن رژیم پر غاړه وي.

Trending

Exit mobile version