نړۍ

پوتین د روسیې د اټومي نظریې نوې نسخه لاسلیک کړه

همچنین در این سند آمده که حمله به روسیه از سوی کشوری که در یک ائتلاف عضویت داشته باشد، به معنای تجاوز علیه روسیه از سوی تمام آن ائتلاف است.

Published

on

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ پوتین اوکراین ته د واشنګټن د اوږده واټن ویشتونکیو توغندیو د کارولو له پرېکړې سره هممهاله د روسیې د اټومي نظریې نوې نسخه تصویب او لاسلیک کړه.

د دغې نظریې له مخې؛ که روسیه د کوم اټومي ځواک پر ملاتړ د توغنديو هدف وګرځي؛ نو مسکو کولی شي اټومي وسلې وکاروي. د روسیې د رسمي اټومي نظریې د بدلولو پرېکړه د نیویارک ټایمز د وروستي راپور په اړه د کرملین د غبرګون ښکارندویي کوي، چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن لخوا اوکراین ته د اوږده واټن ویشتونکیو توغندیو د کارولو شین څراغ ښکاره شوی دی.

په دې نوی نظریه کې، چې د روسیې لخوا د اټمی وسلو د احتمالی کارونې ګواښونه وړاندې کوی؛ پر دغه هېواد د ملاتړو توغندیو، بې پیلوټه الوتکو یا نورو الوتکو برید به مسکو د اټمی وسلو کارولو ته اړ کړي.

په دې سند کې دا هم ویل شوي: د یوه هېواد لخوا پر روسیې برید، چې د ائتلاف غړی وي؛ د ټول ائتلاف لخوا د روسیې پر ضد د تېري معنا لري.

د امریکا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ له ټاکنو څو اوونۍ مخکې پوتین د روسیې په اتومي نظریو او اصولو کې د بدلون امر کړی و.

Trending

Exit mobile version