سیمه ییز خبرونه

پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه

Published

on

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.

پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.

ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.

۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.

د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.

د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.

امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.

د آلمان خبري آژانس او ​​د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.

ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.

Trending

Exit mobile version