تازه خبرونه

پوتین د پاکستان له نوي لومړي وزیره د افغانستان د روان کړکېچ د حل غوښتنه کړې

Published

on

Last Updated on: وری ۲۵, ۱۴۰۱

د روسیې ولسمشر د پاکستان نوي لومړي وزیر ته په خپل پیغام کې د دوه اړخیزې همکارۍ پر پیاوړتیا سربېره غوښتي، چې د افغانستان د کړکېچ په حل کې پراخه برخه واخلي.

د پاکستان لڼدمهالي لومړي وزیر شهباز شریف ته د ولادیمیر پوتین د مبارکۍ په پیغام کې هیله ښودل شوې، چې روسیه او پاکستان کولی شي د افغانستان د روانې ستونزې په اوارولو او له نړیوالې ترهګرۍ سره مبارزه کې مرسته وکړي.

ولادیمیر پوتین دا راز هیله ښودلې، چې دواړه هېوادونه وکولی شي په ګډه د افغانستان د ستونزې په اواري او له نړیوالې ترهګرۍ سره په مبارزه کې ډاډمن رول ولوبوي.

د پاکستان نوي لومړي ته د ولادیمیر پوتین د مبارکۍ په پيغام کې راغلي: هلیه ده، چې د شهباز شریف د صدارت په دوره کې د روسیې او پاکستان همکارۍ نورې هم پراخې شي او د افغانستان د کړکېچ په حل او له نړیوالو ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې مرسته وکړي.

که څه هم د اسلامي امارت له واک ته رسېد وروسته روسیې د افغانستان له نوي دولت سره ښه تعامل خپل کړی؛ خو د افغانستان له خاورې د ترهګريزو ګواښونو په اړه یې تل اندېښنه ښودلې ده.

د کارپوهانو په باور مسکو هڅه کوي، چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د افغانستان پر وضعیت کنټرول ولري.

سیاسي شنونکی سنګر امیرزاده وایي: روسان زما په اند غواړي، چې له کوم بل دریځه پرې بریدونه ترسره نشي. تاسې ګورئ، چې دوی ډېر پخپلو ملي ګټو له مخې د تروریزم پر ځپلو ټینګار څرګندوي او فکر کوي، چې د څلورو ګاونډ هېوادونو د یو شمېر سیمو وګړي یې له القاعدې سره په اړیکه کې ول، چې کېدی شي اوس په افغانستان کې حضور ولري.

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریميافغانستان د کړکېچ د حل لپاره د ګاونډ او سیمې هېوادونو همکاري اړینه بولي او ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره د نړۍ کوم هېواد ته ګواښ نه پېښوي او له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د ګواښونو اندېښنه دې نکوي.

روسیه په داسې حال کې د پاکستان له لومړي وزیره د افغانستان د کړکېچ په حل کې د همکارۍ غوښتنه کوي، چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان مسکو ته له سفر وروسته له واکه لرې او شهباز شریف واکمیږي، چې وایي له لویديځ سره به خپلې اړیکې بیا ورغوي.

Trending

Exit mobile version