سیمه ییز خبرونه
پوتین له اوکراین سره د مستقیمو خبرو وړاندیز وکړ
پوتین نن سهار یوه رسنیز کنفرانس ته د سولې د هغو خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وړاندې کړه، چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یو میاشتې اوږده اوربند وړاندیز ته له پاملرنې پرته له اوکراین سره د مستقیمو خبرو اترو وړاندیز کړی دی.
پوتین نن سهار یوه رسنیز کنفرانس ته د سولې د هغو خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وړاندې کړه، چې د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پیل شوې وې.
دا خبرې اترې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل څخه څو اوونۍ وروسته پیل شوې وې.
پوتین ویلي: “مونږ جدي خبرو اترو ته ژمن یوو. د خبرو اترو موخه د دې بحران د اصلي لاملونو له منځه وړل او د تاریخي حقایقو په پام کې نیولو سره د تلپاتې سولې ټینګول دي. »
هغه دغه راز زیاته کړې، چې ډېر ژر به د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په استانبول کې د خبرو اترو د منځګړیتوب لپاره ګډ کار وکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي دفتر او د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت سمدلاسه د رویټرز د وړاندیز په اړه نظر غوښتنې ته ځواب ونه وایه.
له اوکراین سره د مستقیمو خبرو اترو لپاره د پوتین وړاندیز له هغې څو ساعته وروسته راپورته شو، چې د شنبې پر ورځ په کیف کې لویو اروپايي قدرتونو له پوتین څخه د ۳۰ ورځني غیر مشروط اوربند د هوکړې غوښتنه وکړه او یادې نویو بندیزونو ته تینګ شي.
دا په داسې حال کې دهو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین د هغه وړاندیز په اړه، چې په استانبول کې به له اوکراین سره مستقیمې خبرې اترې وکړي؛ ویلي: “دا د روسیې او اوکراین لپاره یوه ښه ورځ کېدای شي او دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د ترلاسه کولو لپاره یو ښه فرصت دی او د اوسني شخړې د حل پیل کېدای شي.”
