تازه خبرونه
پوتین له روسیې څخه د امریکایي دیپلوماتانو د ایستلو وړاندیز ونه مانه
د روسیې ولسمشر وایي، چې د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزیر وړاندیز به ونه مني، چې د امریکا د اقدام په مقابل کې ورته اقدام وکړي او امریکايي دیپلوماتان له روسیې څخه وباسي.
له هغې وروسته، چې پر روسیې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې تور ولګید؛ ولسشمر اوباما د روسیې پر ضد د ګام پورته کولو هوډ څرګند کړ.
د پنجشنبې په ورځ ولسمشر باراک اوباما امر وکړ، چې د روسیې د استخباراتو د ادارې پېنځه دېرش کار کوونکي دې په دوه اویا ساعتونو کې له امریکا ووځي.
د جمعې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل: غواړي پېنځه دېرش امریکایي دیپلوماتان له خپل هېواده وباسي.
ولادیمیر پوتین په دې طمع دی، چې د امریکا متحده ایالاتو نوی حکومت کار پیل کړي او له روسیې سره یې د اړیکو بڼه څرګنده شي.
د امریکا د منتخب ولسمشر دونالد ترمپ یو ویاند ویلي؛ ښاغلی ترمپ تر اوسه داسې کوم پلان نه لري، چې د روسي دیپلوماتانو د ایستلو او د نومبر د میاشتې په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنو په اړه له ولادیمیر پوتین سره وګوري.
په داسې حال کې، چې روسیې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د دیموکرات ګوند د نوماندې هیلري کلنتن په وړاندې هر راز لاسوهنه رد کړې ده.