نړۍ

پوتین لویدیځ ته د اټومي جګړې ګواښ وکړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۴۰۲)

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چارشنبې پر ورځ لویدیځ ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې روسیه له تخنیکي پلوه اټومي جګړې ته چمتو ده او که امریکا اوکراین ته سرتېري واستوي دا به جګړه نوره هم پراخه کړي.

پوتین له ټولټاکنو څخه یوازې څو ورځې مخکې، چې د مارچ له پېنځلسمې څخه تر اووه‌لسمې ترسره کېدونکې دي ویلي؛ د اټومي جګړې په سناریو کې بېړه نشته او اوس په ​​اوکرایین کې د اټومي وسلو کارولو ته اړتیا هم نه‌ویني.

۷۱ کلن پوتین د روسې-۱ ټلویزیون خبري سرچینې ته د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا هېواد رښتیا هم د اتومي جګړې لپاره چمتو دی؛ وویل: له پوځي- تخنیکي نظره، البته مونږ چمتو یوو.

پوتین ویلي: امریکا پوهیږي، چې که د روسیې په خاوره یا اوکراین کې امریکايي پوځیان ځای پر ځای کړي؛ نو روسیه به دا اقدام د لاسوهنه وګڼي.

پوتین وایي: (په امریکا کې) د روسیې او امریکا د اړیکو او ستراتیژیک ثبات په برخه کې پوره څانګوال او متخصصین شته دي؛ ځکه فکر نه کوم، چې دلته هر څه د اټومي مقابلې پر لور روان دي. په (هرحال) مونږ ورته چمتو یوو.

رویټرز راپور ورکړی، چې په اوکراین کې جګړې د ۱۹۶۲ کال د کیوبا د توغندیو له کړکېچ وروسته له لویدیځ سره د روسیې په اړیکو کې تر ټولو ژور کړکېچ را منځته کړی او پوتین څو ځلې ګواښ کړی، چې که لویدیځ اوکراین ته د جګړې لپاره پوځيان ولېږي؛ لویدیځ به د اتومي جګړې خطر رامنځته کړي.

پوتین د ۲۰۲۲ په فبرورۍ کې اوکراین ته لسګونه زره سرتېري واستول، چې له یوې خوا د اوکرایني ځواکونو او له بلې خوا د روس پلوه اوکراینیانو او روسي پلوه بېلتون غوښتونکیو ترمنځ په ختیځ اوکراین کې بشپړ جګړه پیل شوه.

پوتین د اټومي وسلو په اړه د روسیې وروستی پرېکړه کوونکی او یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د اټومي وسلو کارول د کرملین په اټومي نظریه کې شته او د پالیسۍ له مخې کولی شي خپلې وسلې وکاروي.

پوتین څرګندوي: وسلې د کارولو لپاره دي او مونږ خپل اصول لرو.

روسیه او امریکا تر دې دمه ترټولو لوی اټومي قدرتونه دي، چې د نړۍ له ۹۰ سلنې ډېرې اټومي وسلې یې تر واک لاندې دي.

Trending

Exit mobile version