نړۍ
پوتین پر اوکراین د برید پرېکړه کړې – جو بایډن
(Last Updated On: سلواغه ۳۰, ۱۴۰۰)
د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون (جمعه د سلواغې ۲۹) څرګنده کړې، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پر اوکراین د برید پرېکړه کړې ده.
جو بایډن ویلي، چې ډیپلوماسي اوس هم شونې ده؛ ښایي روسیه په راتلونکیو څو ورځو کې پر اوکراین برید تر سره کړي.
هغه وایي: داسې نښې شته، چې ښیي؛ روسي ځواکونه به په راتلونکې اوونۍ کې پر اوکراین برید وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ امریکا فکر کوي، چې روسیه به په دې برید کې د اوکراین پلازمېنه کیف په نښه کړي.
روسیې ویلي، چې پر اوکراین د برید پلان نلري او د روسیې په خاوره کې یې پوځي روزنه پیل کړې ده.
امریکا او متحدینو یې ټینګار کړی، چې پر اوکراین د روسیې د برید په صورت کې به د مسکو پر ضد د پراخو اقداماتو په اړه پرېکړه وکړي.