تازه خبرونه

پوتین په جي ـ ۲۰ سرمشریزه کې انلاین برخه اخلي

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۸, ۱۴۰۰)

کرملین یا د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ نن څرګنده کړې، چې ولسمشر ولادمیر پوتین به دجي – ۲۰ په سرمشریزه کې انلاین ګډون وکړي.
کرملین ویلي، چې پوتین په دې اړه د ایټالیا له لومړي وزیر سره د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي.
د کرملین په څرګندونو کې راغلي، چې دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان وضعیت تر بحث لاندې نیولی دی.
له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې به ګډون ونکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي: مونږ د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوو. پرمختللې ټریکا یو ګټوره او حیاتي اړخ لري. مونږ هڅه کوو په راتلونکيو ناستو کې ولرو؛ اوس په دې غونډه کې د نډې لرلو په حالت کې نه یو.
له دې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وه، چې د هغه هیواد به د افغانستان په اړه د اسلامي امارت له پلاوي او د پاکستان او چین له استازیو سره ناسته ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت یو لوړپوړی پلاوی نن په اړوند ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شوی دی.

Trending

Exit mobile version