سیمه ییز خبرونه

پولند ژمنه كړې، چې له ۲۰۱۴ م وروسته به افغانستان ته شا نه اړوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امنيتي سند پر سر د كابل- واشنگټن تر منځ د چڼو وهلو له دوام او د ناتو له دې خبرداري سره جوخت ، چې كه دا سند لاسليك نه شو، د ناتو ټول پوځيان به افغانستان پريږدي؛ خو په امريكا كې د پولند سفير     ريچارد ژمنه كړې، چې له ۲۰۱۴ كال وروسته به افغانستان ته شا نه اړوي.

ښاغلي ريچارد وايي:

پولندي پوځيان به د ناتو له پوځي كنډكونو سره يو ځاى له ۲۰۱۴م كال وروسته بېرته خپل هېواد ته ستنيږي، خو دا هېواد به يې افغانستان يوازې نه پريږدي.

په امريكا كې د پولنډ سفير زياتوي:

له افغانستان سره د پولند دوستي دوام لري او مونږ په هره برخه كې په ځانگړي توگه د ستونزو پر مهال تل د نطر تبادله كړې او هڅه مو كړې، چې ستونزې حل كړو. زمونږ راتلونكې هڅې به زياتې په غير پوځي برخه كې تمركز ولري او هڅه به وكړو، چې زمونږ له مرستو د افغانستان ټول خلك په ملي كچه گټه واخلي.

د افغانستان په سياسي غونډو كې ۲۰۱۴م كال دې هېواد ته برخليك ټاكونكى گڼل كيږي.

د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو ټاكنې او له نړيوالو ځواكونو څخه په ټول هېواد كې افغان ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو ليږد د دې هېواد ننگونې شمېرل كيږي؛ خو داسې ويل كيږي، چې كه نړيواله ټولنه له افغانستان سره په پوځي او اقتصادي برخو كې همكاريو ته دوام وركړي، دا هېواد به له ننگونو سره لازمه مبارزه وكړي.

د ليزبن د پرېكړې له مخې، د پولنډ محاربوي پوځيان بايد د ۲۰۱۴ م كال تر پايه له افغانستان څخه ووځي او  له دې كال وروسته به په افغانستان كې د پولندي پوځيانو حضور له كابل سره د نوې هوكړه ليك له مخې شونى وي.

Trending

Exit mobile version