سیمه ییز خبرونه

پوليسو يوه هلمندۍ ښځه له سړي تښتوونكيو وژغورله

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې سړي تښتونه له ښځو سره د تاوتريخوالي يوه بله بڼه ده، چې اوس مخ په ډېريدو ده.

له هلمند ولايت څخه سړي تښتوونكيو شريفه نومې جوزجان ولايت ته راتښتولې، چې په دې ولايت كې پوليسو د هغو له منگولو ژغورلې ده.

د شريفه نومې په وينا، د شپې ناپېژندي وسلوال په كور ورننوتل او له بېهوشه كولو وروسته يې وتښتوله.

د كورنيو چارو وياند صديق صديقي وايي:

په جوزجان ولايت كې شريفه نومې ښځه له تښتووونكيو څخه پوليسو ژغورلې ده.

دغه راز نوموړى په بغلان ولايت كې د يو پوليس  له نيولو هم خبر وركوي، چې  دوه ښځې يې تښتولې وې.

دغه دوه ميرمنې څو مياشتې وړاندې د دې ولايت له ده صلاح ولسوالۍ تښتول شوې وې، چې يوه يې  وژل شوې او د بلې په اړه معلومات نه دي تر لاسه شوي.

همدارنگه دغه وزارت له ښځو سره د تاوتريخوالى په وړاندې د گړنديو هڅو له پيلولو خبر ور كوي.

د كورنيو چارو وزارت په وينا، د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوى يې په لومړيتوبونو كې راغلى دى.

Trending

Exit mobile version