نړۍ

پوليو واکسيناسیون په غزه کې د جګړې د لنډمهالې درېدو له هوکړې سره پيل شو

اسرائیل او حماس د ګوزڼ یا پولیو واکسیناسیون د ترسره کولو لپاره د جګړې پر لنډ مهاله درولو هوکړه  وکړه.

Published

on

د روغتیا نړیوالې ټولنې د یکشنبې پر ورځ ( د وږي یوولسمه) په غزه کې د ۶۴۰ زره ماشومانو واکسین پیل کړ.

اسرائیل او حماس د ګوزڼ یا پولیو واکسیناسیون د ترسره کولو لپاره د جګړې پر لنډ مهاله درولو هوکړه  وکړه.

د ګوزڼ واکسین دا کمپاین د یکشنبې پر ورځ د غزې په مرکزي سیمو کې د روغتیا نړیوالې ټولنې او د فلسطین د روغتیايي چارواکو له‌خوا پیل شو.

تمه ده، چې دا کمپاین په راتلونکیو ورځو کې د نورو سیمو لپاره هم پلی شي.

اسرائیل او حماس، چې تر اوسه د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي ندي؛ پرېکړه کړې، چې د یاد کمپاین د پلي کولو لپاره په راتلونکیو درې ورځو کې لږ تر لږه اته ساعته جګړه ودروي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، چې د جګړې دا لنډمهاله درېدنه باید د دې کمپاین تر څلورمې ورځې دوام وکړي.

ټاکل شوې، چې د دې کمپاین لومړی پړاو له دوه اوونیو څخه لږ ونیسي.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د اړیکو مشرې جولیت توما دا کمپاین په نړۍ کې یو له خورا پېچلو کمپاینونو څخه بللی او وایي: نن د جګړې د ښکېلو خواوو لپاره د ازموینې وخت دی، چې دې اوربند ته درناوی وکړي.

د روغتیا نړیوالې ټولنې یوه میاشت مخکې تائید کړې وه، چې یو ماشوم د ګوزڼ یا پولیو ویروس له کبله فلج شوی دی. دا له تېرو ۲۵ کلونو راپدېخوا په غزه کې د ګوزڼ لومړنۍ پېښه ده.

د یادې ټولنې چارواکي وايي، د دې کمپاین د بریالیتوب لپاره باید په څلورو اوونیو کې لږ تر لږه ۹۰ سلنه ماشومان دوه ځلې واکسین شي.

Trending

Exit mobile version