تازه خبرونه

پولیسو د کابل په دشت برچي سیمه کې د چاودنې پر تور یو کس نیولی

Published

on

کابل پولیسو ویلي؛ د تېرې پنجشنبې پر ورځ( د مرغومي یوویشتمه ) ماسپیښین مهال د غلو یوې ډلې د کابل د دشت برچي د یوه سوداګریز مارکیټ مخې ته د لاسي بم برید تر سره کړ.

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په دې چاودنه کې دوه ملکي هېوادوال شهیدان شوي وه ۱۲ نور ټپیان دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغو  غلو غوښتل، چې د یاد مارکیټ مخې ته د ګډوډي پر جوړولو غلا وکړي؛ خو امنیتي ځواکونو نه یوازې د غلو د غلا پلان شنډ کړ، بلکې د کشفي او اپراتیفي  څارنې په بېلابېلو عملیاتو کې یې بم اچوونکی، چې سید مصطفی نومیږي له یوه بل تورن کس سره په زخمي حالت کې ونیول او په عملیاتو کې د دوی یو بل ملګری د متقابلو ډزو په پایله کې ووژل شو.

کابل پولیسو دا هم څرګنده کړې، چې د پېښي څېړنه او څارنه اوس هم روانه ده.

Trending

Exit mobile version