تازه خبرونه

پولیسو د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې ۷۹ کیلوګرامه هیرویین نیولي

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۶, ۱۳۹۹)

د کابل د نړیوال هوايي ډګر د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د نشه يي توکو درې قاچاقبر، چې غوښتل یې ۷۹ کیلو ګرام هیرویین په ښځینه جامو کې بهر ته قاچاق کړي؛ له پېژندنې وروسته نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځانګړیو ځواکونو د کابل ښار د اتمې ناحیې په اړوند نوې کارتې سیمه کې د استوګنې پر یوه کور عملیات ترسره کړي، چې په کې د یادو قاچاقبرانو یو بل همکار هم نیول شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې له نیول شویو قاچاقبرانو څخه ۷۹ کیلوګرامه هیرویین هم کشف او ترلاسه شوي دي.

Trending

Exit mobile version