تازه خبرونه
پولیسو یو داکتر پر ۱۰ کلن ماشوم د جنسي تېري پر تور یو نیولی
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن (شنبه د لیندې ۸) څرګنده کړې؛ د کابل پولیسو یو داکتر نیولی، چې پر لس کلن ماشوم یې پرلپسې جنسي تېری کړی دی.
امرالله صالح پر فیسبوک پاڼه لیکلي؛ له عامې روغتیا وزارته غوښتل شوي؛ د دغه داکتر طبي جواز دې لغو کړي، چې له بند وروسته په ټولنه کې د داکتر په توګه ځای ونلري.
امرالله صالح د داکتر او روغتون نوم هم لیکلی او څرګندوي، چې نوموړي په یاد خصوصي روغتون کې دنده تر سره کوله.
دغه راز امرالله صالح دا هم ویلي، چې د کابل پولیسو د کارته پروان له سیمې درې کسان د انسان تښتونې پر تور هم نیولي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ انسان تښتوونکیو یو ۵۵ کلن سړی تښتولی و او د هغه له کورنۍ یې د پیسو غوښتنه کړې وه.
امرالله صالح وایي: تښتول شوی کس وژل شوی؛ خو د هغه کورنۍ ونه غوښتل، چې رسنیو جزئیات وړاندې کړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال دا هم په ډاګه کړې؛ د کابل ملي امنیت ریاست په تېرو ۴۸ ګړیو کې د یو ۱۱ کلن ماشوم په ګډون د طالبانو او داعش ۱۱ غړي نیولي دي.
امرالله صالح څرګندوي، چې په دې ۱۱ نیول شویو کسانو کې ادریس نومی کوچنی ماشوم د طالبانو لخوا د ځانمرګي برید لپاره هڅول شوی و.
هغه دا هم لیکلي؛ له نېکه مرغه له دې سره د یوې چاودنې مخه نیول شوې او د ادریس نومي ماشوم پلار طالبانو ته د خپل زوی د سپارلو پر تور نیول شوی دی.
د امرالله صالح د څرګندونو له مخې؛ دغه سړی د کابل ښار د پېنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې استوګن و.
امرالله صالح پر کابل پوهنتون د برید په اړه ویلي، چې د ملي امنیت ریاست د څېدنو د بښپړولو لپاره د وحت غوښتنه کړې ده.
نوموړي همدا راز ژمنه کړې، چې د ترهګریزو او جرمي پېښو په اړه به معلومات له بشپړېدو وروسته خلکو ته وړاندې شي.