سیمه ییز خبرونه

پولیسو یو ماشوم د اختطافګرو له منګولو وژغوره

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل پولیس وايي، یو ماشوم یې د اختطافګرو له منګولو ژغورلی دی. دغه ماشوم له کابل څخه اختطاف شوی و او د پروان رباط کلي کې پټ ساتل کېده، چې د پولیسو په عملیاتو کې وژغورل شو. په علمیاتو کې د اختطاف په تور څلور کسان نیول شوي دي.

سلیمان نهه کلن ماشوم، دوولس ورځې مخکې په کابل کې د ښوونځي پر لار اختطاف شو او د پروان رباط کلي ته یوړل شو.

د شپې لس نیمې بجې پولیس د عملیاتو لپاره پروان ته ځي، یو ساعت مزل اهدف ته نږدې کړل.

پولیس د اختطافګرو کور ته داخل شول، خو سلیمان نه و، پولیسو دوه کسان د اختطاف په تور ونیول، په همدې وخت کې اختطافګرو له بله ځایه پر پولیسو ډزې وکړې، یو پولیس او د امنیه قوندانۍ ویاند حشمت ستانکزی هم ټپي شو.

له کابل څخه نیول شوي اختطافګر د اختطافګرو پټنځای نه ښیی خو وروسته اړ کېږی، خو خبریالان د هدف کور ته نه بیول کېږی.

درې بجې د سهار وې پولیسو سلیمان تر لاس نیولی راوست، څلور اختطافګر هم نیول شوي. سلیمان وايي، اختظافګرو سخت ځورولی دی.

د سلیمان پلار مرتضی وايي، دا چې پولیسو يې ځوی له اختطافګرو څخه و ژغوره نو پر پولیسو يې باور نور هم زیات شو.

د کابل د امنیی قومندان جنرال ظاهر ظاهر وايي، اختطافګرو په خپل دغه عمل اعتراف کړی دی.

ظاهر ظاهر همدارنګه وايي، د اختطافګرو سره جدی چلند کوي او د هغوی د مهارولو مهارت ور سره دی.

اختطافګرو د سلیمان له پلار څخه د هغه د خوشې کولو په بدل کې یو میلیون ډالر غوښتل. دغه ماشوم له عدلي او قضايي ارګانونو غواړي، چې اختطافګر اعدام کړي.

Trending

Exit mobile version